1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان د استانبول د غونډي په اړه بېلابېل نظرونه لري

۱۳۹۰ آبان ۱۰, سه‌شنبه

ځني افغانان وايي، چي د استانبول کنفرانس به مثبتي پايلي ونه لري، خو ځيني نور بيا ددې کنفرانس پايلو ته هيله مند دي او وايي، کيداى سي په دې کنفرانس کي په افغانستان کي د امنيت د ټينګښت له پاره کارنده پريکړي وسي.

https://p.dw.com/p/132fc
دويچه ويله خبريال د پوښتنو پر مهال
دويچه ويله خبريال د پوښتنو پر مهالانځور: DW

د استانبول کنفرانس د امريکا، انګلستان، فرانسي او د سيمي د هيوادونو د استازو په ګډون سبا جوړيدونکی دی، چي د ولسمشر حامد کرزي په مشری افغان پلاوی لا تر غونډي دوې ورځي مخکي ترکيې ته رسيدلی دی.

په دې کنفرانس کي به په سيمه او افغانستان کي د امنيت د ټينګښت او اقتصادي همکاريو په اړه خبري وسي.

د کابل ښار د څرخي پله يو اوسيدونکي شاه محمود دويچه ويله پښتو انټرنيټ پاڼي ته وويل، د افغانستان د ستونزي د هوارۍ له پاره په تيرو څو کلونو کي په بېلابېلو هيوادونو کي غونډي جوړي سوي دي، خو دا وار هيله لرو، چي دا غونډه تر نورو گټوره وي.

د کابل ښار د بي بي مهرو سيمي اوسيدونکی مدير متين بيا منفي نظر لري. هغه وايي چي ګاونډيان بايد په افغانستان کي له لاس وهني څخه پرشا سي.

« اوس نړيوالي ټولني او افغان ولس ته د ايران او پاکستان مداخله په اسنادو ثابته سوې ده.»

همدا راز د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځی ښونکی سمير بيا په دې اند دی، چي دغه راز غونډي د سيمي د سولي او ثبات له پاره ډيري ګټوري دي، او په ضمن کي له افغانستان سره د نړيوالي ټولني دوامداره همکاري ثابتوي.

« پخوا هم د افغانستان د امنيتي، اقتصادي او ټولنيزو چارو په اړه نړيوال او سيمه ييز کنفرانسونه جوړ سوي وو؛ خو نتيجه يې ځکه ورنه کړه، چي پر ژمنو عمل ونه سو. که دا ځل د استانبول د کنفرانس پر پريکړو عمل وسي نو دا کار به ډير اغيزمن وي.»

د کندهار ولايت يو تن اوسيدونکی، قادرجان د استانبول د غونډي په اړه هيڅ نه وايي، يوازي دومره وايي، چي په هغه ښار کي امنيت غواړي.

« موږ د استانبول غونډه څه کوو، تاسي وگوری يوازي تيره ورځ په دغه ښار کي څه تير سول، د چاودني له لاسه په کورونو کي د کوچنيانو زارې و چاودلې، موږ تر هرڅه تيريو، څه ورته وايي هغه بيا رغاونه هم نه غواړو او نه هم نور څه. امنيت دي موږ ته ټينگ سي.»

د روزگان ولايت اوسېدونکی فضل باري خو بيا له سره په دې کنفرانس خبر نه دی، او وايي، چي دغه شان غونډي ډيري سوي او هم به نوري جوړي سي، خو افغانستان ته هيڅ گټه نه رسوي.

« تاسي يوازي دا زما د دوکان مخ وگورۍ پر څه حال دی، داسي نو ورسی دا نور وطنونه وگوری، هيڅ کار نه دی سوی، نه امنيت سته او نه هم ځايونه جوړيږي، موږ غونډي څه کوو، کار په کاردی نه غونډي.»

خو د کابل ښار د دريمي کارتې اوسيدونکى بابر بيا وايي، چي د استانبول کنفرانس د نورو کنفرانسونو په پرتله يوه ځانګړتيا لري او هغه دا چي په دې کنفرانس کي د همکاريو تر څنګ د سويو ژمنو پر پلي کيدو هم خبري کيږي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل