1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان د فوټبال نړيوال جام څرنگه ننداره کوي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ تیر ۹, دوشنبه

ډیر افغانان د نړیوال جام لوبي په خپلو کورونو کې گوري خو په دې هیواد کې ولسمشریزو ټاکنو او د هغو پایلو ته انتظار د دغو لوبو لیدونکي یو څه لږ کړي دي.

https://p.dw.com/p/1CSg8
انځور: AFP/Getty Images

سید عبدالصمد تر اوسه پوري د روان نړیوال جام ټولي لوبي لیدلي دي. له دې کبله چې د افغانستان او برازیل تر منځ اووه نیم ساعته توپیر دی نو دغه پنځوس کلن باید د شپې تر ناوخته پوري تلویزیون ته ناست وي، څو وکولای شي فوټبال وویني.

عبدالصمد چې مستري دی وایي: «زه د یادښت یوه کتابچه لرم چې پکښي ټولي لوبي، د هغوی پایلې او دا چې یو لوبغاړی څرنگه لوبیږي لیکم.» فوټبال په افغانستان کې د کرکیټ او وزلوبي تر څنگ مشهوره بازي ده. په افغانستان کې د فوټبال فدراسیون په ۱۹۲۲ کال کې خپل کار پیل کړ. د فوټبال ډیر منیه وال په افغانستان کې ماشومان دي.

سړی کولای شي چې په کابل کې ډیر داسي کسان وویني چې د نړۍ د مشهورو لوبغاړو لکه ميسي، رونالدو يا نيمار کمیسیونه یې اغوستي وي. عبدالمتین د ښوونځي په شپږم ټولگي کې دی او تر ښوونځي وروسته په یوه نانوایي کې کار کوي. هغه وایي چې ډیر وخت له دې کبله چې ناوخته ویده کیږي کولای نه شي چې پر خپل وخت نورو کارونو ته ورسیږي. د نړیوال جام ځیني لوبي د افغانستان پر وخت د ماسختن پر دوولس نيمو بجو ترسره کيږي.

په افغانستان د کي د فوټبال د نړيوال جام نندارچيان
په افغانستان د کي د فوټبال د نړيوال جام نندارچيانانځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

په افغانستان کې په دې وروستیو وختونو کې فوټبال لا ډیر مشهوره شوی دی. ډیر افغانان د سویلي اسیا د جام پر مهال د افغانستان او هندوستان تر منځ لوبه ولیده چې د دوو گولونو په وهلو سره د افغانستان په گټه پای ته ورسیده.

افغانستان په دې وروستیو کلونو کې د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا په درجه بندۍ کې له ۱۳۹ مقامه ۱۳۰ ته راکښته شوی دی.

که څه هم په افغانستان کې یوازي یو داسي تلویزیون شته چې په قانوني توگه یې د فوټبال د نړیوال جام لوبو د نشرولو حقوق ترلاسه کړي دي، خو ډیر سیمه ییز تلویزیونونه دا لوبي خپروي.

د آریانا تلویزیون یو چارواکي علي کاظمي، چې شبکې یې د نړیوال جام د نشرولو حقوق ترلاسه کړي دي وايي چې نور تلویزیونونه دغه کار په غیر قانوني توگه ترسره کوي: «موږ په دې اړه شکایت کړی دی خو لا تر اوسه پوري یې په اړه څه شوي نه دي.»

خو کاظمي دې خبري ته هم اشاره کوي چې پر نړیوال جام سربیره هم اوس په افغانستان کې سیاسي خپروني ډیر لیدونکي لري. دا ځکه چې اوس افغانان د ولسمشریزو ټاکنو پایلو ته په تمه دي. کاظمي وايي: «ټاکنو د ژوند پر ټولو برخو باندي اغېزه اچولې ده. خلک غواړي چې د ټاکنو له پایلو څخه خبر شي. له همدې کبله له ورزشي پروگرامونو سره علاقه یو څه کمه شوې ده.»