1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان له هيواده دباندي اختر څرنگه لمانځي؟

سيد رياض۱۳۹۲ مرداد ۱۸, جمعه

په اختر کي هر څوک کوښښ کوي چي که له کوره ليري وي خپلو کورنو ته ځانونه ورسوي او اختر له خپلو کورنيو سره ولمانځي. خو بيا هم داسي خلک يا کورنۍ سته چي اختر له هيواده دباندي لمانځي.

https://p.dw.com/p/19MsQ
Nuts, dried grapes, apples, bread and tea are served at an Afghan home during celebrations of the Muslim calendar's most important holiday Eid al-Fitr in Kabul on September 20, 2009 as the war-torn country ends the fasting month of Ramadan. AFP PHOTO / ROMEO GACAD (Photo credit should read ROMEO GACAD/AFP/Getty Images)
Bildergalerie Eid-ul-Fitr Afghanistanانځور: Romeo Gacad/AFP/Getty Images

په بهرنیو هیوادونو کې د اختر ورځ د یوې عادي کاري ورځي په شان وي او خلک باید خپلو عادي کارونو ته ولاړ شي او ماشومان خپلو ښوونځیو ته. هو خو که اختر د اوونۍ د پای په ورځو کې وي نو افغانان یو د بل کور ته ورځي او اخترلمانځي.

۷۷ کلنه هجاڼۍ بي بي فرشته چي د آلمان د بن ښار اوسیدونکي ده. وایي چې په اختر کي په دې طمعه وي چې ټوله کورنۍ یې سره راټوله شي او دغه ورځ یو ځای ولمانځي، خو د هغې په وینا دا کار هر وخت ناشوني نه وي، هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل:

«که رخصتي وي په اختر کي لمسيان، لوڼي او زومان مي راځي، که نه وي نه راځي. دلته خو نو دغسي اختر دی.»

همداشان هغه افغانان چې په آلمان کې رسمي کار کوي هغوی هم له ورته ستونزې سره مخامخ وي. که چیرې د رخصتۍ په ورځ اختر وي، نو هغوی کولای شي چې دغه ورځ له خپلو کورونیو سره ولمانځي که نه نو باید د اختر ورځې ته د خپلې عادې ورځې په څیر ادامه ورکړي. فرید روفي د مونشن په ښار کې ژوند کوي او خپله معاینه خانه لري، له هغه څخه مو وپوښتل چې د اختر لومړۍ ورځ څرنګه لمانځي؟

«که اختر د اوونۍ په وروتيو کي راسي بيا د اختر لومړی ورځ لمانځو که د اوونۍ په منځ کي وي بیا نو په کار کي يو اختر نه لرو.»

د اختر تر لمانځه وروسته
د اختر تر لمانځه وروستهانځور: Barbara Sax/AFP/Getty Images

خو د آلمان په هغو ښارونو کې چې ډیری افغانان په کې ژوند کوي د اختر لومړۍ په ډیر ښه شان سره لمانځل کیږي. هغوی خپل مسجدونه لري، د اختر په ورځ سره ټول نارینه، ښځې او ماشومان دغو جوماتونو ته ورځي، ښځي او سړي په بېلابېلو صالونونو کې سره یوځای کیږي او د اختر لومړۍ ورځ سره یوځای تیروي.

عبدالولي هم یو له هغو افغانانو څخه دی چې په آلمان کې تر شلو کلونو زیات وخت کیږي چي ژوند کوي. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د پخوا په پرتله اوس ډیر څه بدل شوي دي. هغه وایي چې په لومړیو کلونو کې چې ده آلمان ته سفر وکړ نو حتی د اختر په لومړۍ ورځ به لان خبر نه وو. خو اوس د کولن ښار ته څیرمه د افغانانو غټ مسجدونه او صالونونه شته او دغه ورځ سره لمانځي. پر دې سربیره د افغانستان په څیر دلته هم افغانان هڅه کوي چې د اختر د مبارکۍ له پاره د یوه بل کورونو ته ولاړ شي. که چیرې اختر د اوونۍ په منځ کې وي نو بیا د اوونۍ په پای کې یو بل کره تګ راتګ کوي. عبدالولي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل:

«اختر په آلمان کي فرق کوي دلته د کولن او بن په ښارونو کي چي افغانان ډير دي د اختر لونځ کيږي او هلته ټول افغانان یو له بله سره ويني. بيا وروسته د دوستانو کورنو ته د اختر مبارکۍ له پاره ورځو.»

اختر خو د عیدي پرته اختر نه وي. ماشومان په آلمان کې هم د اختر په ورځو کي زیات د عیدۍ په انتظار وي، چې مشران، خپلوان او دوستان د اختر په مبارکي کي پیسې ورکړي او یا هم تحفې.

د اختر ورځ او تر هغې تر مخه د روژې په میاشت کې د خوراکي موادو او کالیو رانیول هم یو مهم دود دی. په آلمان کې اوس په حتې په کوچنیو ښارونو کې هم د افغانانو داسې دوکانونه وي چې افغاني توکي خرڅلاو ته وړاندې کوي. به دغه دوکانونو کې کیک، کلچې، وچه میوه، تازه سبزي، لکه بېنډۍ، تازه دڼیا هم خرڅیږي.

پر دې سربیره حتې منتو او د لاندۍ غوښه هم په دغه دوکانونو کې خرڅیږي. د آلمان په ایسن ښار کې نارولا سریش، چې افغان هندو دی د خوراکي موادو د خرڅلاو هټۍ لري. له هغه څخه مو وپوښتل چې افغانان د روژې په میاشت کې او د اختر په شپو او ورځو کې کوم خوراکي توکي زیات رانیسي هغه راته په ځواب کې وویل:

«دلته موږ ته افغانانان راځي سودا کوي. موږ د اختر په ورځ هم دوکانونه خلاص کړي وي. د ماښام له خوا بيا د اختر مبارکۍ سره کوو.»

خو بیا هم آلمان میشته افغانان وایي چې هر دود په خپل هیواد کې څرنګه لمانځل کیږي په بهرنیو کې هیوادونو کې نه شی لمانځل کیدای.