1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان:د مولانا د زیږیدو ځای مه هیروئ

۱۳۹۵ خرداد ۲۰, پنجشنبه

افغانستان د ایران او ترکیې پر هغو هڅو باندې نیوکې کړې دي چې غواړي مثنوي معنوي د دغو دوو هیوادونو د ګډ میراث په توګه د نړي د میراثونو په نوملړ کې شامل کړي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه د بې خبري اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/1J3pI
انځور: picture-alliance/CPA Media

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د دې وزارت سرپرست او ادارې معین نصیر احمد اندیشه، په دې اړه د چهار شنبې په ورځ د افغانستان له پاره د یونسکو له استازې پتریشا مک فلپس، سر لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت معین د ایران او ترکیې د دې پریکړې په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده او ویلي يې دي چې که دغه اثر په یونسکو کې ثبتیږي نو باید د هغه د لیکوونکي مولانا، د زیږیدو ځای، له پامه و نه غورځول شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دې هیواد کې د یونسکو استازې ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان اندیښنه به له خپلو مقاماتو سره شریکه کړي.

له بلې خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د پنجشنبې په ورځ له خپل ترکي سیال سره د لیدو پر مهال د دې موضوع په اړه له هغه څخه معلومات غوښتي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ترکي وزیر له د دې موضوع په اړه بې خبري ښوولې ده او د خپل هیواد چارواکو ته یې هدایت ورکړی دی چې په دې اړه د مولانا د زیږیدو ځای چې افغانستان دی، په پام کې ونیسي.