1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان آسترالیا ته ماتې ورکړه

سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۲۸, دوشنبه

تر ۱۹ کلو ټیټ عمر لرونکو د کریکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان ملې لوبډلې د آسترالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې تر سره کیږي. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/1BAY0
انځور: DW

د افغانستان تر ۱۹ کلو ټیټ عمر لرونکې ملي لوبډلې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبروۍ ۱۷مه) په یوه زړه پورې لوبه کې د آسترالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه. افغانستان د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته خپله د بېټنگ یا منډو جوړولو ته ملا وتړله. افغانستان په ټاکل شوو ۵۰ اوورنو کې ۲۵۳ منډې جوړې کړې او د آسترالیا لوبډلې ته یې د ۲۵۴ منډو هدف وټاکه.

تر ۱۹ کلو د ټیټ عمر لرونکو د کریکټ د نړیوال جام په سیالیو کې دا د افغانستان دویمه لوبه وه. لومړنۍ لوبه یې د شنبې په ورځ د بنگله دیش له هیواد سره تر سره کړې وه خو دغه لوبه بیا بنگله دیش گټلې وه. د دوشنبې د ورځې په لوبه کې افغانستان د شنبې د ورځې په پرتله هم په منډه جوړولو او هم په بالېنگ یا توپ اچونه کې ښه وځلید.

د افغانستان لوبغاړو محمد مجتبی ۷۵، احسان الله ۶۳ او حشمت الله شهیدي ۵۳ منډې جوړې کړې. محمد مجتبی په دغه لوبه کې پنځه څلوریزې او دوه شپږیزې ووهلې. خو د احسان الله ۸ څلوریزې هم د پام وړ وې. حشمت الله شهیدي هم د لوبغالۍ بېلابېلو اړخونو ته ۷ څلوریزې ووهلي. د افغانستان د منډو جوړولو اوسط ۵،۱۲ وو.

د آسترالیا یو څو لوبغاړو هم تر یوه کچه د افغان توپ اچوونکو مقابله وکړه، خو افغان بالرانو چې د بنگله دیش په خلاف لوبه کې یې هیڅ کوم لوبغاړی نه وو سوځولی، په دې لوبه کې ښه وځلیدل. د آسترالیا ټوله لوبډله د ۲۱۷ منډو په جوړولو سره وسوځیده او افغانستان دغه لوبه په ۳۶ رنزونو یا منډو وگټله.

د آسترالیا له لوري تر ټولو زیاتې منډې جېرون مورگن(Jaron Morgan) جوړې کړې چې ۴۷ منډې وې. هغه دغه منډې د پنځو څلوریزو پر مټ جوړې کړې. جیکې ډوران (Jake Doran) هم ۴۵ منډې جوړې کړې او دریم لوبغاړی دېمین مورټایمر (Damien Mortimer) وو چې ۴۳ منډې یې جوړې کړې.

افغانستان د دغه نړیوال جام په سیالیو کې په بي گروپ کې ځای لري. په دغه گروپ کې آسترالیا، بنگله دیش او د نامېبیا هیوادونو لوبډلې شاملې دي. تر دې مخه په دغه گروپ کې آسترالیا او بنگله یوه یوه لوبه گټلې ده. افغانستان اوس یوه لوبه گټلې او یوه بایللې ده.