1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: القاعده اوس هم يو گواښ دئ

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبه

د اسامه بن لادن تر وژل کېدو دوه کاله وروسته هم افغان امنيتي چارواکي وايي، چي د القاعدې تروريستي شبکه اوس هم د دغه هيواد امنيت ته گواښ ده. د بن لادن په وژلو سره داسي فکر کېدی چي نور به دغه شبکه ډيره ضعيفه سي.

https://p.dw.com/p/18QLY
** FILE ** This undated photo shows al-Qaida leader Osama bin Laden in Afghanistan. bin Laden will release a new Internet message that focuses on Iraq and an al-Qaida linked insurgent group, a terrorism monitoring group said Thursday, Dec. 27, 2007. (AP Photo)
Afghanistan Terror Porträt von Osama bin Ladenانځور: AP


القاعدې شبکې په افغانستان کي د طالبانو د رژيم پرمهال خپلي مخفي اډې او روزنځايونه لرل او عرب، چيچنيايي، ازبک او پاکستاني جنگيالي له طالبانو سره يو ځای په افغانستان کي د نورو وسله والو ډلو پرضد جنگېدل.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چي اوس دغه شبکه په دغه هيواد کي اډې نه لري خو په پاکستان کي د دغي شبکې د قوماندانانو فعاليت د افغانستان له پاره خطر دئ.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «له بده مرغه چي د دغه کس په وژل کېدو سره بيا هم د دغي شبکې ريښې له منځه نه دي تللي. تر اوسه لا الظواهري ژوندی دئ او دغه شبکه تر اوسه لا کولای سي چي په پاکستان کي فعاليت وکړي او په افغانستان کي د غرب د منافعو پر وړاندي د حقاني شبکه او طالبان تقويه کړي.»

صديقي وايي، د بن لادن مرگ د القاعدې او نورو تروريستي شبکو ته سخته ضربه ورکړې ده. هغه زياته کړه چي تر اوسه لا په پاکستان کي دغه شبکه فعاليت لري او د افغانستان، سيمي او غرب له پاره يو گواښ ده.

صديقي وايي، د حقاني شبکه چي د طالبانو يو ډير خطرناکه ښاخ دئ، د القاعدې په مالي ملاتړ په افغانستان کي تروريستي يرغلونه ترسره کوي: «امکان لري، چي القاعده په افغانستان کي د حقاني شبکې مالي ملاتړ وکړي.»

خو د سياسي چارو شنونکی وحيد مژده بيا وايي، چي القاعده اوس تر هغه ډيره ضعيفه سوې ده لکه تبلغات چي ئې ښيي.

د ښاغلي مژده په باور په افغانستان کي د القاعدې بقا او حضور تر ۲۰۱۴ کال وروسته په مرکزي آسيا کي په وضعي پوري تړلی دئ. د هغه په خبره په هغه اندازه چي د القاعدې شبکې له پاره په عربي نړۍ کي د فعاليت شرايط محدود وي دوی به کوښښ کوي چي په افغانستان کي ځانونه خوندي کړي.

هغه وايي، د دغي شبکې غړي په افغانستان کي تر ۵۰ تنو زيات نه دي او دغه شبکه اوس د افغانستان له پاره جدي گواښ نه دئ.

د ناامنيو دوام

خو يو شمېر تحليلوونکي وايي، چي د اسامه بن لادن په وژلو سره داسي تمه کېده چي په افغانستان کی به نور جنگ ډېر سوړ سي. خو ورځ تر بلي دلته طالبان فعاله سول او اوس هم د افغانستان د امنيت له پاره جدي خطر گڼل کيږي.

د دوی په خبره د تيرو دوو کلونو تجريبو وښووله چي د القاعدې شبکې د مشر مرگ د دغي شبکې پر فعاليتونو باندي هيڅ تاثير ونه کړ.