1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان : امريکايي ځواکونه به تر ډيري مودي پوري پاته شي

۱۳۸۸ مهر ۱۴, سه‌شنبه

دغه خبره دامريکې دمتحده ايالتونو ددفاعي چارو وزير روبرت ګيتس د CNN سره په يوه مرکه کي کړيده ، او وايي چي « مونږ نه غواړو افغانستان پريږدو »

https://p.dw.com/p/K09a
د امريکا ددفاع او خارجه چارو وزيران ګيتس او کلينتن
د امريکا ددفاع او خارجه چارو وزيران ګيتس او کلينتنانځور: AP

ګيتس دغه خبره په داسي يوه وخت کي کوي چي دامريکادبهرنيو چارو وزيره هلري کلينتن يې هم تر څنګ ولاړه ده . اوبيا زياتوي چي « داسي بايد نه وي چي څوک په افغانستان کي زمونږ پر قاطعيت باندي شک وښه يي » . دغه خبره چي دګيتس دخولې څخه راوځي، په حقيقت کي داسي ښودل کيږي چي دا نظر دکلينتن او ګيتس ګډ نظر دی . او بيا دواړه په ګډه سره وايي چي بايد مونږ په آرامي سره ددې ا نتظار وباسو چي ولسمشر بارک اوباما دافغانستان او دسيمي په هکله دخپلي نوي ستراتيژۍ پر تګلاره باندي ژور فکر وکړي . کلينتن اضافه کوي چي ددغه راز مهمو پريکړو دپاره ژور فکرپه کار دی، اوداسي نسي کيدلای چي دوخت تر فشار لاندي دغه راز پريکړي وسي . دلته دا خبره هم ديادوني وړ ده چي دمخه دسپينۍ ماڼۍ له خوا هم ويل شوي وه چي ،اوباما غواړي دافغانستان او دسيمي په هکله ددغه هيواد پر ستراتيژي باندي نوی فکر وکړي . خو هيڅکله ددې خبري مانا دا نه وه چي داوباما په فکري طرحه کي به له افغانستان څخه دامريکايي وسله والو ځواکونو دوتلو موضوع هم دبحث او مشاجري يوه برخه وي . دغه خبره دسپينۍ ماڼۍ وياند Robert Gibbs کوي او وايي چي « زه فکر کوم چي دابه يوه روښانه او منل شوې خبره وي » .

خو په دغه تلوزيوني مرکه کي چي ګيتس او کلينتن دCNN دتلوزيون سره ددوشنبې په ماښام وکړل ، په افغانستان کي دناټو او امريکايانو دستر قوماندان جنرال ميک کريستال ددې غوښتني په هکله چي وايي افغانستان ته دي په نژدې راتلونکي کي لږ تر لږه 40000 نور عسکر هم واستول سي ،هيڅ نه وايي .

رابرت ګيتس په افغانستان کښي
رابرت ګيتس په افغانستان کښيانځور: AP

داسي هم ويل کيږي چي پر جنرال ميک کريستال باندي ددې غوښتني له امله چي ژر تر ژره دي افغانستان ته ډير عسکر واستول شي ، په سپينه ماڼۍ کي نيوکي هم شوي دي . مثلا دامريکي دمتحده ايالتونودملي امنيت سلا کار Jim Jones داونۍ په پای کي ويلي وه چي په دغه ډول پوځي سلا مشوروکي دي دقو ماندانۍ سلسله مرا تب په نظر کي ونيول شي .

پخپله دامريکي دمتحده ايالتونو ددفاعي چارو وزيرروبرت ګيتس هم دتيري دوشنبې په ورځ په يوه پوځي کنفرانس کي ويلي وه چي بايد اوباما ته وخت ورکول شي چي په افغانستان او په سيمه کي ديوې نوي ستراتيژي په هکله ژور فکر وکړي، او په نظامي سلا مشورو کي بايداسراروساتل شي .

دامريکي دمتحده ايالتونو ددفاعي چارو زير روبرت ګيتس داهم وايي چي دافغانستان او دسيمي په هکله پريکړه به زما په عقيده داوباما دجمهوري رياست دکارتر ټولو مهمه پريکړه وي .

خو د CNN سره پخپله مرکه کي ګيتس داخبره هم کوي چي زه پخپله په دې عقيده يم چي په افغانستان کي بايد دعسکرو په شمير کي زياتوالی راسي . اوزه بايد ووايم چي دا به ددې کبله ضروري وي چي هم مونږ پخپله او هم زمونږ متحدينو په دې برخه کي سستي کړېده، چي په کافي اندازه عسکر افغانستان ته واستوي . دا کار ددې سبب شويدی چي هلته په روان وخت کي دطالبانو عمليات پراختيا پيدا کړي . او بيا روبرت ګيتس ددې ګواښ کوي چي که چيري دطالبانودفعاليتونو لمن په افغانستان کي پراختيا پيدا کړي نو دا به په دې مانا وي چي هلته به دالقاعده د نړيوال اسلامي سازمان دفعاليتونو دپاره ډير امکانات برابر شي .

dpa / فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري