1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان امن که نا امنه؟ پر ارزونې د زرغون ګوند نيوکه

۱۳۹۵ اسفند ۱۴, شنبه

د آلمان په پارلمان (بوندستاګ) کې د زرغون ګوند فراکسيون پر حکومت نيوکه کړې چې د افغانستان د امنيتي وضعيت د څيړنې په برخه کې له «بنسټيزو» سرچينو څخه کار نه اخلي. نور جزيات دلته لوستلای شئ:

https://p.dw.com/p/2YdlA
Deutschland Bundesparteitag der Grünen Göring-Eckardt
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

 آلمان کې د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج په اړه لاهم بحثونه او جنجالونه ادامه لري. د آلمان زرغون ګوند، له فدرالي حکومت څخه غوښتي دي تر څو د افغانستان وضعيت له سره وڅيړي. د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند د فراکسيون مشرې کاترين ګورين ایکارت وويل: « بهرنيو چارو وزرات بايد تر ډیره حده د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه جدي څيړنې وړاندې کړي».

هغې وويل که چيرې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په داسې شرايطو کې وي چې دغه څيړنې ترسره نکړي، دا به د دندې له ترسره کولو ډډه کول وي. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج له بهير څخه ملاتړ کوي.

افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراجول، په آلمان کې يوه جنجالي موضوع ده. د آلمان يو شمير ايالتونو افغانستان ته د افغان مهاجرو اجباري اخراجول منع کړي دي. د بيلګې په توګه شليسويګ هولشتاين ايالت د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج بهير درولی دی.

د م.م. عالي کمشنري

ميرمن ګورين ايکارت وويل چې د امنيتي وضعيت څيړنه، بايد د موجوده شرايطو له مخې ترسره شي، نه د لمړنيو سياسي تصميمونو له مخې. د هغې په وينا د دغه شان څيړنو لپاره بايد له اساسي مانبعو څخه کار واخیستل شي لکه: « د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ» تازه رپوټونه.

د آلمان د زرغون ګوند د فراکسيون مشرې زياته کړه: « د دغې کميسارۍ تازه رپوټ د سخت امنيتي وضعيت د دوام حال نه بيانوي، بلکه په ښکاره ډول د امنيتي وضعيت د لا خرابيدو په اړه خبرې کوي.»

د آلمان فدرالي اداره وايي چې افغانستان کې داسې امن سيمي شتون لري چې مهاجر کولای شي هلته ولاړ شي. خو ميرمن ګورين ايکارت وايي چې د آلمان د بهرنيو او کورنيو چارو وزارتونو « تر اوسه دا خبره نه ده په ډاګه کړې چې دغه امن سيمې په کومو ځايونو کې دي».

شتيفان روکن چې د آلمان په بهرنيو چارو وزارت کې د افغانستان او پاکستان لپاره مسئول دی، د فدرالي حکومت له پريکړې څخه ملاتړ کوي. هغه وايي دا امکان نه لري چې په ټوليزه توګه ووايو چې د افغانستان کومې سيمې امن او کومې امن نه دي. روکن وايي چې دغه مسئله له ډيرو عواملو لکه: د افرادو قوميت او د هغو فردي او ټولنيز وضعيت پورې تړاو لري. دی وايي په همدې دليل په اړونده اداره کې د مهاجرو دوسيې په انفرادي ډول څيړل کيږي.

انفرادي دوسيه

شتيفان روکن وايي: « کله چې د يوې انفرادي دوسيې د څيړو پايلې معلومې شي او د هغې پر بنسټ درخواست کونکي شخص ته قبولي ورنکړل شي، بايد هغه د فدرالي حکومت د طرحې له مخې بيرته افغانستان ته واستول شي.» د هغه په خبره چې مسئله يوازې د قانون د عملي کولو نده. هغه په دې اړه توضيحات ورکړل که چيرې هغه افغانان چې آلمان ته راځي او دلته په اتومات ډول پاتې کيږي، دا خپله هغو افغانانو ته يو ناسم پيغام رسوي چې د خپل هيواد په بيا رغونه باندې بوخت دي.

د آلمان په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان او پاکستان مسئول وايي: « مونږ په دې باور يو چې بايد له افغانانو سره يو ځای ګډې هڅې وکړو تر څو ستونزې دننه په افغانستان کې هوارې کړو.»

هغه د خپلو خبرو په دوام وويل: « مونږ تر اوسه د افغانستان لپاره تر ټولو سترې ژمنې کړي دي، کوم چې آلمان يې د يو هيواد سره کوي. دغه ژمنتيا تر څلورو نورو کلونو پورې هم ادامه لري.»

د افغانستان سخت امنيتي وضعيت د دې سبب شوی، چې آلمان کې تر ۷۰ سلنې پورې افغان مهاجر ملاتړ ترلاسه کړي. روکن وايي: «د افغانانو لپاره دغه سهميه د بل هر اروپايي هيواد په پرتله لوړه ده». هغه افغان مهاجر چې په نورو اروپايي هيوادونو کې قبولي تر لاسه کوي اوسط شميره یې ۳۷ سلنه ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.02.2017):