1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان انگيسي جنرال د ملگرو ملتونو استازی په توگه غواړی

۱۳۸۶ بهمن ۸, دوشنبه

لندن: په کابل کې حکومت د ناتو پخوانی جنرال ميک کول په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د نوي استازی په توگه يو وړانديز کړی دی.

https://p.dw.com/p/DK7F
John McColl د يو امريکايي جنرال سره
John McColl د يو امريکايي جنرال سرهانځور: AP

دغه خبره په ملگرو ملتونو کې د افغانستان سفير ظاهر طنين بی بی سی ته کړی ده. جنرال ميک کول په ۲۰۰۱ کال کې د بهرنيو قواوو قوماندان وو، کله چې امريکايان او انگريزان په دغه هېواد باندې حمله وکړه.

نوی استازی به په افغانستان کې د ملگرو ملتونو، ناتو او اروپايي ټولنې هڅې او مرستې يو د بل یره نښولی او د دغو په همغږې کولو کې به هڅه کوی.