1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان اوس هم د سختي يخنۍ او سړو سره مخامخ دی

۱۳۸۶ بهمن ۱۶, سه‌شنبه

بين امللي ټولنه بايد په افغانستان کي د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو په خاطر دوه مليارده ډالره مرسته وکي

https://p.dw.com/p/DK79
په افغانستان کي د کوکنارو کرونده
په افغانستان کي د کوکنارو کروندهانځور: picture-alliance/ dpa

ددې دپاره چي په افغانستان کي د کوکنارو کرل بند سي ، د جهاني بانک په عقيده بايد بين امللي ټولنه د کلو د پراختيا او پرمختګ په خاطرپه کلو او محلاتو کي دوه مليارده ډالره سرمايه ګ‌ذاري وکي . جهاني بانک په يوه رپوټ کښي کاږی ، چي د کوکنارو د کرلو پر ضد مبارزه هغه وخت په دوامداره ډول بريالۍ کيدای سي ، چي غريبو بزګرانو ته د عايداتو نوري لاري خلاصي سي . دغه رپوټ د برتانيې د پرمختيايي چارو د وزارت په همکارۍ په ټوکيوکښي معرفي سو . نن هلته سياست مداران ، پيسه ورکونکي هيوادونه او مرستندويه سازمانونه په افغانستان کي د کوکنارو پرکرلو باندي بحثونه کوي .

د بلي خوا افغانستان اوس هم د سختي يخنۍ او سړو سره مخامخ دی . د غزني په ولايت کښي د يوې ورځي په جريان کښي 37 کسه وژل سوي دي ،چي شل تنه يې کوچنيان وه .

غزني ته د خوراکي موادو او نورو شيانو رسول ، يوازي د هوايي لاري ممکن دي ، ځکه چي ډيري لاري بندي دي . د جنورۍ په آخره کي چارواکو د ډير يخ او واوري له کبله د 300 کسانو د وژل کيدو خبر ورکړی ؤ .