1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او پاکستان د کرکیټ نړیواله لوبه کوي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۱۴, دوشنبه

پاکستان د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د کرکیټ له ملي لوبډلې سره به یوه شل اوریزه نړیواله لوبه وکړي. دغه لوبه به د روان کال په وروستۍ میاشت کې په شارجه کې تر سره شي.

https://p.dw.com/p/19K6r
انځور: DW/T:Saeed

د پاکستان د کرکیټ کمېټې ویاندي ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان د کرکیټ ملي لوبډله به د روان کال د دسمبر میاشتي پر اتمه نیټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کي سره ولوبیږي. په دې سره به دواړي لوبډلي د راتلونکو نړیوال شل اوریزو لوبو له پاره چمتوالی ونیسي.

پاکستان د کرکیټ په برخه کې په نړیواله کچه له مخکښو هیوادونو څخه دی. له دې کبله د دغي لوبډلې پر وړاندي د افغانستان لوبیدل د دغه هیواد له لوبډلې سره د تجربې په ډیریدو کې مرسته کوي. د پاکستان د کرکیټ کمېټې ویاند وویل: «له افغان لوبډلې سره د یوې نړیوالي شل اوریزي لوبي ترسره کول زموږ له خوا په افغانستان کې د کرکیټ لوبي له ودي سره مرسته کول دي.»

تر دې مخکې په مارچ میاشت کې د پاکستان او افغانستان د کرکیټ کمېټو یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د پاکستان لوبډلي د افغانستان د کرکیټ له ملي لوبډلي سره د مرستو ژمنه کړې وه.

افغانستان په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کال کې نړیوالو شل اوریزو لوبو ته لاره پیدا کړه خو په دغو سیالیو کې د کومي لوبو په ګتلو ونه تواندی. افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې هم د کرکیټ شل اوریزو نړیوالو سیالیو ته لار موندلې ده.

افغانستان او پاکستان تر دې مخکې هم نړیوالې لوبې کړې دي.
افغانستان او پاکستان تر دې مخکې هم نړیوالې لوبې کړې دي.انځور: DW

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته د کرکیټ لوبې ډیره وده کړې ده. اوس مهال افغان لوبډله په نړیواله کچه د کرکیټ د دوهمه درجې لوبډولو په ډله کې شامله ده.

د افغانستان د کرکیټ بورد اجرايوي رئيس محمد مراد، له پاکستان سره د نړیوالې لوبې د پلانیدو په اړه خوښي څرګنده کړه. هغه وویل: «موږ ډير خوشحاله يو چي داسي يوه موقع راته برابره شوې ده چي کولای شو د کرکیټ د نړیوالې کمیټې له یوه پوره غړي سره لوبه وکړو.»

هغه وویل چې په دې لوبه کې د افغانستان د ملي لوبډلي له پاره بريا يا ناکامي ډیر اهمیت نه لري خو د هغه په خبره افغانستان کولای شي له دې لوبي څخه ډیره تجربه ترلاسه کړي.