1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او پاکستان په پاريس کي يرغل وغانده

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۱۸, پنجشنبه

د افغانستان او پاکستان حکومتونو په پاريس کي د «چارلي ابدو» مجلې پر مرکز باندي وسله وال يرغل وغانده. په دغه يرغل کي د مجلې د مسئول مدير په گډون ۱۲ انسانان ووژل سول او لس نور ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/1EGk8
انځور: A. Gelbard/AFP/Getty Images

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په يوه خپره سوې اعلاميه کي، د جمهوررئيس غني په حواله راغلي دي چي په پاريس کي د چهارشنبې د ورځي (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۷مه) «وحشي عمل هيڅ توجيه نه لري.»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره سوې اعلان کي ويل سوي دي، چي «پاکستان د تروريزم هره بڼه غندي.»

په دغو اسلامي هيوادونو افغانستان او پاکستان کي په ۲۰۰۵م کال کي د يوې ډنمارکۍ ورځپاڼي «Jyllands-Posten» له خوا د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) کاريکاتور تر خپرېدو وروسته سخت احتجاجونه وسل.

په دغو احتجاجونو کي سخته مرگ ژوبله هم رامنځ ته سوه. په دواړو هيوادونو کي څو ورځي له تاوتريخوالي ډکي مظاهرې رواني وې.

په ۲۰۰۸م کال کي په اسلام آباد کي د ډنمارک پر سفارت باندي په بمي يرغل کي ۶ انسانان ووژل سول.

د فرانسې په مرکز پاريس کي طنزي مجلې «چارلي ابدو» هم د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) کاريکاتور خپور کړی وو.

دغو وسله والو چي تيره ورځ ئې د مجلې پر مرکزي دفتر يرغل کړی دئ، ويلي دي چي په دې سره ئې حضرت محمد (ص) ته د سپاکوي غچ واخيست.

د دغي پيښي پړه تر اوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخيستې، خو عيني شاهدانو ويلي دي چي وسله والو کسانو د يرغل پرمهال ويلي دي، چي دا د يمن د القاعدې کار دئ.

دغه دوه تنه بريد کوونکي چي ويل کيږي داوړه ورونه دي تر اوسه پوري لا نيول سوي نه دي. يوه دريم کس د بلجيم په سرحد کي هغه مهال خپل ځان پوليسو ته سپارلی دئ، چي خپل عکسونه ئې په رسنيو کي وليدل.

نن هم په پاريس کي يوه وسله وال پر يوې پوليسي باندي يرغل کړی او هغه ئې وژلې ده. دا لا تراوسه پوري روښانه نه ده چي دغه وژنه هم د پروني يرغل سره تړاو لري که څرنگه؟