1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ایرلنډ ته په ۷۱ منډو ماتې ورکړه

سید ریاض۱۳۹۳ دی ۲۷, شنبه

د افغانستان د کرکیټ ملې لوبډلې د یو ورځنیو لوبو په لړ کې د ایرلنډ هیواد ته په ۷۱ منډو ماتې ورکړه. افغانستان په ټاکل شوو ۵۰ اوورنو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۲۴۶ منډې وکړې،خو د ایرلنډ ټوله لوبډله په ۱۷۵ منډو وسوځیده.

https://p.dw.com/p/1EM51
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Images

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ میاشتې ۱۷مه) په خپله وروستۍ او څلورمه یوه ورځنۍ لوبه کې د ایرلنډ ملي لوبډلې ته په ۷۱ منډو ماتې ورکړه. په ننۍ لوبه کې د افغانستان توپ وهونکي او توپ اچونکي دواړه ښه وځلیدل.

د ایرلنډ لوبډلې د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته افغانستان ته د رنزونو یا منډو جوړولو بلنه ورکړه. خو په لومړي سر کې د افغانستان لومړنی او دوهم لوبغاړی ژر، ژر وسوځیدل او داسې بریښده چې افغان توپ وهونکي به تر فشار لاندې راشې. د افغانستان لومړۍ وېکټه هغه وخت ولویده چې مجموعي منډې یوازې پنځلس وې. دوهم لوبغاړی هم د ۳۸ په مجموعي منډو وسوځید. خو تر هغې وروسته افغان توپ وهونکي ښه وځلیدل او په ټاکل شوو پنځوسو اوورنو کې یې د اتو لوبغاړو پر سوځیدو ۲۴۶ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري تر ټولو زیاتې منډې نجیب الله ځدراڼ وکړې. د افغانستان په بریا کې تر ډیره بریده د نجیب الله ځدراڼ لاس وو. هغه پر پنځوسو توپونو د شپږو شپږیزو او اوو څلوریزو پر مټ ۸۳ منډې جوړې کړې. له دې کبله هغه د لوبې غوره لوبغاړی هم وبلل شو.

د افغانستان له لوري د سمیع الله شینواري ۵۰ او د اصغر ستانکزي ۴۴ منډې هم د پام وړ وې. خو کپتان محمد نبي چې د سکاټلنډ پر وړاندې په وروستۍ لوبه کې بې له کومې منډې سوځیدلي وو په ننۍ لوبه کې یوازې نهه منډې جوړې کړې. په پای کې افغانستان ایرلنډ ته د ۲۴۷ منډو هدف وټاکه.

د توپ وهنې پر مهال ایرلنډ په لومړي سر کې تیزه لوبه پېل کړه، ځکه چې د ۲۴۶ منډو هدف تر لاسه کول آسان کار نه وو. خو افغان توپ اچونکو یا بالرانو هم سخته لوبه کوله. د افغانستان تیز بالر حمید حسن په لومړي سر کې د ایرلنډ دوه لوبغاړي وسوځول. د ۷۷ په مجموعي منډو د ایرلنډ درې لوبغاړي سوځیدلي وو. په پای کې د ایرلنډ ټوله لوبډله په ۴۴ اوور کې د ۱۷۵ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده او افغانستان دغه لوبه په ۷۱ منډو وگټله.

په ننۍ لوبه کې د حمید حسن بالېنگ هم د پام وړ وو. هغه د مخالفې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول. همداشان آفتاب عالم او میرویس اشرف دوه، دوه او محمد نبي او جاوید احمدي یو، یو لوبغاړي وسوځول.

دغې لوبې چې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې تر سره کیږي، د افغانستان څلورمه او وروستۍ لوبه وه. تر دې دمخه افغانستان له سکاټلنډ هیواد سره دوې لوبې کړې وې. لومړۍ لوبه افغانستان گټلې وه خو په دوهمه لوبه کې سکاټلنډ افغانستان ته لویه ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې سکاټلنډ ۲۱۳ منډې جوړې کړې خو د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۹ اوور کې د ۶۳ منډو جوړولو وسوځیده. دا د افغانستان د کرکیټ په تاریخ کې د تر ټولو کمې منډې وې.

تر دې د مخه د افغانستان او ایرلنډ د کرکیټ د لوبډلو تر منځ هم یوه لوبه تر سره شوې چې هغه ایرلنډ گټلې وه. د شنبې د ورځې د لوبې په گټلو سره افغانستان د خپلو څلورو لوبو په ترڅ کې دوه لوبې وگټلې او دوه یې وبایللې.