1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان بايد پر خپلو پښو ودريږي

مسعود جهش (ريبيکا ويتسل)۱۳۹۱ اسفند ۹, چهارشنبه

په پلان کې ده چې د راتلونکي کال تر فبروري میاشتې پورې به له افغانستان څخه ۳۴۰۰۰ امریکایي سرتیري ووځي. د همدغه کال تر پایه پورې به له افغانستان څخه ټول جنګي بهرني سرتیري ووځي. خو هغوی په افغانستان کې څه پریږدي؟

https://p.dw.com/p/17mb9
انځور: DW/R. Wetzel

د افغانستان د مرکزي بانک د مشرتابه غړې نرګس نهان وایي: «هر ورځ کله چې موږ له کوره وځو، په دې نه پوهیږو چې آیا بیرته به کور ته ژوندۍ راشو او که نه. خو پر دې سربیره هم موږ هره ورځ کار ته ځو او خپلي مبارزې ته دوام ورکوو.»

که څه هم افغاني مېرمني د خپل کار په ځاینونو کې له ډیرو ستونزو سره مخامخې دي، خو بیا هم مېرمن نهان لومړۍ مېرمن ده چې د افغانستان په مرکزي بانک کې په دومره لوړ پوست کې کار کوي.

نرګس په دې خبره پوهیږې چې په افغانستان کې د مېرمنو له پاره له کوره دباندي کار کول څومره خطرناکه دی. مېرمن نهان همداراز په کابل کې د «سولي او ديموکراسي له پاره د مساوات» بنسټ مشره او بنسټ ایښوونکې ده.

هغه هره ورځ د ښځو او ځوانانو د حقوقو دفاع کوي. د هغې هڅې بې پایلې نه دي پاتې شوې. د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته په افغانستان کې ډیر کارونه شوې دي. مېرمن نهان وایي: «نن په میلیونو ښځي یو ځل بیا ښوونځیو او پوهنتونو ته ځي. موږ په دولتي ادارو کې ښځينه کارکوونکي لرو. دغه ښځې د پولیسو، ښوونکو، او د ښځو د حقوقو په برخه کې د فعالانو په توګه کار کوي.»

د دغو پرمختګونو ډیره برخه له دې کبله شوې ده چې په افغانستان کې اوس امریکايي ځواکونه میشت دي، خو اوس پوښتنه دا ده چې تر هغه وروسته، چې په راتلونکې کال کې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، د افغان مېرمنو او نجونو برخه لیک به څه شي؟

«تاسو باید له هغوی څخه ساتنه وکړﺉ»

په یوه غونډه کې چې په واشنګټن ډې سي کې د «هنریش بول» د بنسټ په بلنه جوړه شوې وه، افغان مېرمنو په صراحت سره وویل چې لوېدیځوال باید افغان مېرمني له تبعیضه خوندي وساتي. لوېدیځ باید د یوه څارونکي په توګه لا ډیري هلې ځلې وکړي او همداراز په افغانستان کې د مرستو د مصرفولو په بهیر کې ډیره مداخله وکړي.

مېرمن نهان وایي چې د ولسمشر کرزي په حکومت کې فساد موجود دی. د دې په خاطر چې د پیسو د مصرفولو په بهیر کې اختلاص و نه شي، هغه غواړي چې نړیوالې پېسې باید له مشخصو شرایطو په پام کي نیولو سره افغان حکومت ته ورکړل شي.

«موږ پر خپلو پښو دریدای شو»

په همدې حال کې د «اړيکو د ادارې» مشر مسعود کروخیل، هم له نړیوالې ټولنې څخه یو څه غوښتني لري. هغه افغانانو ته د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو، د نړیوالې ټولنې د سیاسي، پوځي او بشري ملاتړغوښتونکی دی. کروخیل وایي: «موږ د ښوونځیو د سیستم د ښه کولو، روغتیا، بنسټونو او د افغان امنیتي ځواک د روزنې په برخه کې مرستې ته اړتیا لرو.»

کروخیل زیاتوي: «د مرسته کوونکو هیوادونو د مرستو په پایله کې ښوونځي او روغتونونه جوړسول. خلک رسنیو او سیاسي بحثونو ته لاسرسی لري.»

خو کروخیل په دې پوهیږي چې په وروستیو لسو کلونو کې برياوي اسیب پذیره دي. هغه وایي: «ډیر نور کارونه باید وشي چې د دغو برياوو ساتنه وشي او هغوی پراخي شي.»

هغه څه چې کروخیل ډاډه کوي، په وروستیو لسو کلونو کې په افغانستان کې د یوه پیاوړي مدني غورځنګ رامنځ ته کیدل دي. خو پر دې سربیره هم هغه وایي چې راتلونکې د افغانستان د خلکو په لاس کې ده چې په ۲۰۱۴ کال کې شفافه ټاکنې تر سره شي.

کروخیل وایي د دې په خاطر چې په افغانستان کې ټاکنې آزادي او شفافي وي باید د ټاکنو یو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو یو کمیسیون رامنځ ته شي. هغه همداراز زیاتوي چې له دغو ټاکنو څخه باید نړیوال څارونکي هم څارنه وکړي. د هغه په اند یوازې له دغې لاري د افغانستان د خلکو آواز نړیوالو ته رسیدای شي او په دې هیواد کې ديموکراسي رامنځ ته کیدای شي.