1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان به خپله سپوږمکۍ ولري

خلیل الرحمان امید۱۳۹۲ بهمن ۹, چهارشنبه

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت له یوه بهرني شرکت سره د کال ۱۵ میلیونو ډالرو په لګښت یو تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې افغانستان د مخابراتي چارو له پاره خپل ځانګړی ستلایت یا سپوژمکۍ ولري.

https://p.dw.com/p/1Az9e
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزیر امیرزي سنګین، د چهار شنبې په ورځ د فرانسې له سفیر او د «یوتل سیت کمپنۍ» له مشر سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به يې افغانستان وکولای شي د لمړي ځل له پاره خپل ستلایت یا سپوږمکۍ ولري.

سنګین وویل چې دا ستلایت د «افغان ست یو» په نامه یاد شوی چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به په همدې نامه پاته شي. د وزیر په خبره له «افغان سټ یو» څخه به د انترنتي، تلویزیوني او تلیفوني خدمتونو په برخه کې کار واخیستل شي.

سنګین وایي دا یې د وزارت په تاریخ کې ستونزمنه پروژه وه چې تر څوارلسو میاشتو وروسته یې له یوه اروپایي شرکت سره چې په نړیواله کچه نوم لري تړون لاسلیک کړ: «دا یوه اوږده پروسه وه چې زه به هر وخت د رسنیو تر سوال لاندې راتلم چې سپوږمکۍ څنګه شوه؟ څه نا څه څوارلس میاشتې وخت یې ونیوه خو زه فکر کوم چې دا د مخابراتو وزارت په تاریخ کې یوه تاریخي پروسه وه چې تر سره شوه.»

سنګین روښانه کړه چې له دې سره به وکړای شي چې د تلویزیوني شبکو له پاره هم بشپړې اسانتیاوې رامنځ ته کړي چې په منځنۍ او ختیځې اسیا کې به هم د ستلایت له لارې په ښه توګه خپرونې ورکړي. هغه وویل چې له دې سره به وکړای شي چې په ادارو کې هم انترنیتي اسانتیاوې رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د یوتیل سیت کمپنۍ مشر میشل دي روزل، وویل چې په یوه میاشت کې به د ستلایت د فعالیدو چارې بشپړې شي او د ستلایت په ۳۶ زره کیلومټري لوړ واټن کې موقعیت ولري.

هغه روښانه کړه چې دا پروژه به په لوړ کیفیت سره وکړای شي چې د افغانستان په ادارو او ټولو سیمو کې انترنیتي خدمتونه وړاندې کړی: «زه بارو لرم چې دغه ستلایت یعنې ستاسو ستلایت ستاسو ملت ته نه یوازې په اقتصادي برخه کې پرمختګ راوړي بلکه په ملکي برخه کې به هم ډیر پرختګونه رامنځ ته کړي.»

تر دې مخکې د افغانستان تلویزیوني، انترنیتی او تلیفوني شرکتونو له نورو هیوادونو څخه دا اسانتیاوې پېرلې چې لوړ لګښت به پرې راتله.