1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان، بوتان ته هم سخته ماته ورکړه

۱۳۹۰ اسفند ۱۵, دوشنبه

د افغانستان د کرکیټ د شپاړس کلنو لوبډلي د «آسیایي چلینج کپ» سیالیو په دویمه لوبه کې بوتان ته په۳۱۱منډو ماته ورکړه.

https://p.dw.com/p/14Ek1
انځور: Cricket Board Afghanistan

افغان لوبډلي د پچي تر گټلو وروسته منډه جوړولو (بیټنگ) ته ملا وتړله او په ټاکلو ۴۰ اورونو کې ئې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو۳۵۴ منډي (رنزونه) جوړي کړې.

افغان لوبډلي د تیري ورځي په څېر هم ډیره په زړه پوري لوبه وکړه او په منډو جوړولو او توپ اچولو (بالنگ) کې ډیر ښه وځلیدله.

په ننۍ لوبه کې د افغان لوبډلي منډه جوړونکی پرویز خان ډیر ښه وځلید او پرته له دې چې وسوځیږي ۱۳۱ منډې ئې جوړې کړې. همدا شان جاوید احمدزي ۶۲، عبدالصبور۵۵، طارق خان ۵۱ او سید حکیم ۴۱ منډې جوړې کړې.

افغانستان د مالدیف په څیر بوتان ته هم یو سخت هدف ټاکلی وو، او بوتان هم د مالدیف په څیر د افغان لوبډلې په مقابل کې ټینگ نه شو او په ۲۱ اوور کې ئې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یواځې ۴۳ منډې جوړې کړې.

خو په ننې لوبه کې د افغان لوبډلې توپ اچوونکی شفیع محمد د خپلې سیالي ډلې ۶ لوبغاړي او نوین الحق د تیرې ورځې په څیر ۴ لوبغاړي وسوځول. د نن ورځې د لوبې غوره لوبغاړی پرویز خان وبلل شو.

تیره ورځ افغان لوبډلې د مالدیف لوبډلې ته په ۳۱۶ منډو ماته ورکړې وه. د کرکیټ د لوبو د کارپوهانو په آند د افغانستان د کرکیټ د ۱۶ کلنو لوبډله په ډیر لږ وخت کې ډیره ښه ځلیدلې ده او که همدا شان تمرینونه ولري نو د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله به په راتلونکي کې ښه لوبغاړي ولري.

په پام کې ده چې د افغانستان لوبډله به خپله دریمه لوبه د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره د مارچ د میاشتې په شپږمه نیټه تر سره کړي.

دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل