1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان تاسي ته اړتیا لري»

۱۳۹۴ مهر ۳, جمعه

له افغانستانه د مهاجرتونو لړۍ پيلیدل ډیري اندېښنې زیږولي دي. شکیب محسن یار د«افغانستان تاسي ته اړتیا لري» تر نامه لاندي د کمپاین په لاره اچولو سره کوښښ کوي له افغانستان څخه د مغزو د فرار مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/1GdLz
Afghanistan Needs You Kampagne Paschtu

شکیب محسن یار نږدې دوې میاشتي مخکي له ۱۱ تنو نورو ځوانانو سره یوځای امریکا متحدو ایالاتو ته یو سفر درلود. خو یوازي له ۷ تنو ځوانانو سره بیرته افغانستان ته ستون شو. څلور تنه نور یې کاناډا ته و تښتیدل.

دا کار د دې سبب وگرځید چې محسن یار«افغانستان تاسي ته ضرورت لري» تر نامه لاندي کمپاین پیل کړ. هغه وایې چې ځوانان باید په دې پوه شي چې له افغانستان څخه د دوی په فرار سره د یوې نیمي لسیزي زحمتونه به په اوبو لاهو شي.

محسن یار له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «زموږ د کمپاین اصلي موخه له افغانستان څخه د مغزو د فرار مخنیوی دی.»

شکیب محسن یار چې ۲۳ کال عمر لري او د یو شرکت کارکونکی دی، ځان یو کوچنی افغان سوداگر را پيژني. هغه له خپلو څلورو نورو ملگرو سره یوځای له خپلو شته امکاناتو سره دغه کمپاین پيل کړی دی.

ناامني، بې روزگاري، لوږه او راتلونکي ته ناهیلیتوب د دغو مهاجرتونو اصلي عوامل بلل کیږي. ډېر کډوال اروپا ته تر رسیدو وروسته همدغه څلور عوامل له افغانستان څخه د خپلي تیښتې دلایل وړاندي کوي.

د افغانستان د بشري حقونو په کمېسیون کې د ښځو له کمېټې څخه ثریا صحبرنگ وایې چې د اوسني مهاجرتونو اصلي دلیل په دغه هیواد کې نا امني ده. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «شنونکي په پرله پسې ډول وایې چې د مهاجرتونو اصلي دلیل د افغانانو اقتصادي بیوزلي ده، خو زما په اند داسي نه ده.»

که موږ دقیق متوجه شو هغه څوک چې له افغانستانه وزي، هغه کسان دي چې یو څه پيسي لري. هر قاچاقبر ته دوی۱۲،۱۰، ۱۳ زره دالره او ځيني يې حتی تر ۲۵ زرو ډالرو پوري پيسې ورکوي. کله چې یوه کورنۍ حرکت کوي له ۶۰ څخه تر۷۰ زره ډالرو پوري پيسې مصرفوي.»

صبحرنگ زیاتوي که چیري امنیت وي دغه خلک کولای شي په هیواد کې دننه پانگونه وکړي. د امنیت د نشتوالي له امله د متوسط قشر خلک هڅه کوي نورو هیوادونو ته ځان ورسوي.

هغه زياتوي: «کله چې له پلازمېني کابل څخه د باندی ووزو پوهیږو چې بې وزله، فقیر او ناداره خلک باقي پاته دي او نور ټول تښتیدلي دي.»

د کلید راډیو یو خبریال نعمت الله طنین چې یو ټولنیز فعال هم دی په افغانستان کې نا امني د مهاجرت د یو عمده دلیل په توگه په گوته کوي:

«ځوانان په افغانستان کې د ځان له پاره یو ښه راتلونکې نه ویني. دوی په دې فکر کې دي چې لږ تر لږه په یو بل هیواد کې د یو نسبي پرمختگ ژوند ولري. په ځانگړي توگه هغه ځوانان چې خپل هیواد پریږدي په دې فکر کې وي چې که ټولي غوښتني یې ترلاسه نه شي، نو حد اقل د ژوند سطحه خو به بهتره شي.»

ښاغلې طنین زیاتوي سره له دې چې نن ورځ خلک د رسنیو له لاری خبریږي چې د اروپا لاره له کومو خطرونو سره مل ده او آروپا هغسې نه ده چې خلک یې په هکله فکر او تصور کوي.

دا کار د دې سبب گرځي؛ هغه کسان چې له افغانستان څخه تېښته کوي نه هغه خطر ته چې په خپله دوی ته متوجه دی او نه هم د هیواد راتلونکې په پام کې نیسي.

دقیق همدا کار د دې سبب گرځیدلی، چې شکیب محسن یار«افغانستان تاسي ته اړتیا لري» کمپاین پيل کړی دی. دغه کمپاین چې پنځه ورځي دمخه پيل شوی دی تر اوسه پوري تر ۴۰۰۰ ډیرو کسانو په فیسبوک کې لایک کړی دی. همدارنگه دغه پيغام په هیواد کې دننه او بهر۱۵۰ زرو انسانانو ته د فیسبوک له لاري رسیدلی دی.

خو محسن یار وایې چې د دوی پروگرام تر دې ډیر پراخ دی او غواړي چې تر ټولنیزو شبکو د باندي هم فعالیت وکړي. د کنفرانسونو دایرول، د خبرو اترو د پروگرامونو پيلول، د تلویزون او نورو رسنیو له لارې د عامه پوهاوي پروگرامونه هغه وروستي اقدامات دي چې د دغه کمپاین له لاري به پيليږي.

د هیواد د نخبگانو جذبول، که هغه دولتي چارواکي وي او که د مدني ټولنو استازي وي او یا هم د هنر او ورزش له نړۍ څخه وي، د دغه کمپاین وروستي اقدامات دي.