1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته دی لا زيات آلماني عسکر ولېږل شی او که نه

۱۳۸۶ بهمن ۲۲, دوشنبه

د خو ورځو راهېسی په آلمان کې دغه موضوع دلته تر ټولو مهمه موضوع گرځېدله ده.

https://p.dw.com/p/DKG6
انځور: AP

د بهرنيو چارو وزارت معين گرنوت ارلر ويلی دی، چې آلمان تر خپلې وسې پوری په افغانستان کې عسکر لری او د افغانستان شمال ته د چتکې حملې Quick Reaction Force"QRF) , لپاره د دوه سوه پنځوسو نورو عسکرو په لېږلو سره دنورو عسکرو امکانات نشته دی.

خو د سوسيال دموکراتانو د گوند يو بل وکيل ووی، چې د دری زرو پنځه سوو عسکروتعداد کم دی، او پکار ده چې آلمان افغانستان ته تر پلورزرو او پنځه سوو عسکر ولېږی.