1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د آلمان پرمختيايي مرستی بندی شوی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۲, پنجشنبه

د المان د پرمختيايي مرستو وزيردیرک نیبل وويل، افغانستان او د پراختيا په حال کي ځينو نورو هيوادونو ته د آلماني د مالي مرستو د ورکړي يوه برخه بند شوي ده، ځکه دا هيوادونه په فساد او اختلاس کي ډوپ پاتي دي

https://p.dw.com/p/11DjV
د آلمان د پرمختیایی مرستو وزیر
د آلمان د پرمختیایی مرستو وزیرانځور: picture alliance/dpa

د آلمان د پرمختيايي مرستو وزير، ديرک نيبل له هغي ورځي څخه چي دغي دندي ته ګمارل شوي دي تر اوسه پوري ځينو هيوادونو ته چي هلته بشري حقونه تر پښو لاندي کيږي او اختلاس او اداي فسار ډير زيات دي د مليونونو ډالرو مرستي بندي کړي دي.

هغه اوس افغانستان ته هم د آلمان د پرمختيايي مرستو يوه غټه برخه ودروله. د آلمان نوموړي وزير، پرون د خپل هيواد يوي ورځپاڼي "Weser-Kurrier" ته وويل چي افغانستان ته به د پرمختيايي مرستو 125 مليون ايرو مرسته تحويل نه شي، ځکه « افغان حکومت د اختلاس او اداري فساد ضد هدف د عمل په ډګر کي نه دي پلي کړي.»

دغه راز يو شمير افريقايي هيوادونو ته هم په همدي دليل مرستي بندي شوي دي. نيبل په خپله مرکه کي يادونه وکړه: د بيلګي په توګه افريقايي هيواد، يوګندا ته د څو مليونو ايرو ورکړه درول شوي، ځکه دغه هيواد «همجنس بازي يو جرم ګني او هغه يي د مرګ له سزا سره برابره کړی ده.»

نيبل وويل چي د پرمختيا په حال کي هيوادونو کي غوره ده چي په اطرافي سيمو کي زياتي پانګي واچولي شي. هغه يادونه وکړه: « مهمه خبره دا ده چي دغه پانګي پايښت ولري او هغه لوټ او تالا نه شي او د کليو او بانډو خلک په هغو کي ګډون وکړي.»

د آلمان د پرمختيايي مرستو وزير زياته کړه: په دغو هيوادونو کي خلکو ته بايد د کار او روزګار لاره اواره شي او هغوي بايد د خپل کار او زحمت ګټي تر لاسه کړي ترڅو وکړاي شي چي خوراکي توکو او نور د اړتيا وړ مواد پري راونيسي.» هغه وويل: «لوږه د خوراکي توکو د کموالي څخه رامنځ ته شوي نه ده، بلکه د پيسو کموالي دي چي خلک يي نه لري ترڅو خوراکي توکي پری راونيسي.»

په نړي کي د لوږي پر ضد د مبارزي په هکله د آلمان د پرمخيتايی مرستو وزير وويل چي په اوسني وخت کي د نړي په سلو کي 40 حاصلات د ګدامونو د کمبود او د غلط ترانسپورت له امله بي ځايه ضايع کيږي. هغه وويل: « که چيري د غلو او دانو د ګدام کولو لپاره معقولي لاري چاري ولټولي شي، دا به د رواني لوږي او قطحي په لمنځه وړلو کي غټه مرسته وکړي.»

هغه همدا راز په نړيوالي سوداګري کي اوسني محدوديتونه هم د لوږي اوقحطي لپآره ګرم وګنل. د ديرک نيبل په نظر دنړيوال بانک يوي وروستي غوڼدي وښودله چي د نړيوالي سوداګري بحث له ناکامي سره مخامخ دي. هغه وويل: « دا ناکامي د کرهني په برخو کي د پانګي اچولو له امله نه، بلکه د صنعتي هيوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو پر سر د نه توافق له امله رامنځ ته شوه. په همدي وجه هغه غوښټنه وکړه چي اوس لازم ده چي په نړيوالي سوداګري کي دوه اړخيز تړونونه وشي.

د المان د پرمختيايي چارو وزير وویل: د اروپا بازارونه بايد د نوري نړي د موادو په وړاندی خپلي دراوزي پرانيځي . هغه د شمالي افريقا روان وضعيت ته اشاره وکړه او وويل: « کله چي زمونږ بازاراونه د تونس څخه د تماترو يا رومي بانجانو په مخ تړلي وي، د دي هيواد خلک به څه کوي.»

د آلمان آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: بريښنا صابر