1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان ته د اروپايي ټولنې مرستې کډوالو پورې تړلې نه دي»

۱۳۹۵ مهر ۱۴, چهارشنبه

اروپايي ټولنې د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره د ۱،۲ میلیارده ډالرو مرستو ژمنه وکړه خو چارواکو ټینګار وکړ چې دغه مرستې د کابل له خوا د رد شویو افغان کډوالو، منلو پورې تړلې نه دي.

https://p.dw.com/p/2Qsjb
Afghanistan Konferenz in Brüssel Ghani mit Tusk und Mogherini
انځور: Reuters./F. Lenoir

د اروپايي ټولني او افغان حکومت له خوا د ګډ رابلل سوي کنفرانس تر پرانيستلو وروسته د اروپايي ټولني د بهرني سياست مسئولي فدريکا موګريني د اروپايي له خوا له افغانستان سره تر ۲۰۲۰م کاله پوري هر کال د ۱،۲ ميليارده يورو مرستو اعلان وکړ. هغې دغه راز زیاته کړه چي په افغانستان کي ثبات د سیمي په ګټه دي.

موګريني هغه راپورونه رد کړل چي اروپايي ټولنې له افغان حکومت سره د افغان مهاجرو د ايستلو په بیه دغه مرستي منلي دي. دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنه او افغان حکومت د يکشنبې په ورځ موافقې ته ورسېدل چي د هغو افغان مهاجرو چي په اروپا کي ئې د پاتېدو چانس نه سته بيرته خپل هيواد ته د ستنېدو پروسه چټکه کړي.

پر طالبانو د سولې غږ

په کنفرانس کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړوه په اړه خبرې وکړې او پر نورو ډلو باندې یې غږ وکړ چې د افغانستان د سولې له بهیر سره یوځای شي.

کیري وویل چې طالبان نه شي کولای نړیواله ټولنه د جګړې له لارې له افغانستان څخه بهر کړي. هغه ټینګار وکړي چې په بروکسل کنفرانس کې د ډیر شمیر هیوادونو او نړیوالو سازمانونو ګډون، له کابل سره د نړیوالې ټولنې د اوږد مهالې ژمنتیا بیلګه ده.

نړيوال مرسته کوونکي د بروکسل په کنفرانس کې افغان حکومت ته يو پلاتفورم وړاندي کوي چي د هغه په چوکاټ کي به افغان حکومت خپل پراختيايي پلانونه عملي کړي. د نړيوالي ټولني له پاره به دا يوه موقع وي چي د افغانستان د سياسي، اقتصادي، پراختيايي او سولي پورسې ملاتړ اعلان کړي.

غونډي ته د ملګرو ملتونو پر عمومي منشي سربيره د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز هم راغلي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د کنفرانس تر مخه خبريالانو ته وويل چي دغه غونډه د افغانستان له پاره ډېره مهمه ده او افغان حکومت د اصلاحاتو په برخه کي ډېر پياوړي ګامونه اخيستي دي.