1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د امريکا د دفاع وزير ناببره سفر

۱۳۹۵ آذر ۱۹, جمعه

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر آشتون کارتر په یوه ناببره سفر افغانستان ته تللی. دغه سفر په داسي وخت کې کیږي چې له ډيرو سره دا پوښتنه پيدا شوې چي د افغانستان په اړه به د امریکا د راتلونکي ولسمشر پاليسي څرنگه وي.

https://p.dw.com/p/2TzfW
USA Afghanistan Präsident Ashraf Ghani in Washington
انځور: Nicholas Kamm/AFP/Getty Images

کارتر نن د جمعې په ورځ افغانستان ته رسېدلی او هلته به له امریکایي ځواکونو او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وویني.

د متحدو ایالاتو راتلونکي ولسمشر دونلد ترمپ د خپلې بهرنۍ تگلاري لږ څرک وړاندي کړي، چې د افغانستان په هکله بیخي لږ جزئیات لري. په افغانستان کې اوس هم شاوخوا ۱۰۰۰۰ امریکایي عسکر مېشته دي.

په متحدو ایالاتو کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د کمپاین پر مهال د جمهوري غوښتونکو کاندید دونلد ترمپ او د دیموکراتانو کاندیدي هیلري کلنټن د افغانستان یادونه نه وه کړې، او ډیره زیاته توجه یې کورنيو موضوعاتو ته وه.

خو ترمپ په خپلو څرگندونو کې ويلي ول چې متحد ایالات باید «ملت جوړوني» ته خاتمه ورکړي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني او دونلد ترمپ څو ورځې مخکي تلیفوني خبري هم کړي دي.

پخواني امریکايي چارواکي او کارپوهان وایي چې ترمپ د افغانستان په هکله له یوې مهمې پوښتني سره مخامخ دی او هغه دا چې څومره امریکایي ځواکونه به په افغانستان کې پاته شي.

رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په افغانستان کې خراب امنیتي وضعیت او د وسله والو طالبانو له لوري د ځینو سیمو د نیولو په پام کې نیولو سره د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د کال تر پايه پوري د امریکايي ځواکونو شمیر نیمايي ته د راکمولو پریکړه څنډي ته کړه او د خپلې کاري دورې تر پايه پوري چې په جنوري کې ختمیږي د ۸۴۰۰ امریکایي عسکرو د ساتلو پریکړه وکړه.

د افغانستان له پاره د متحدو ایالاتو پخواني ځانگړي استازي جېمز دوبېنز، ویلي دي چې په عراق او سوریه کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش پر ضد مبارزې په پام کې نیولو سره ښایي افغانستان د ترمپ له پاره دومره مهم نه وي.

رپوټ زیاتوي چې د دوبینز، دغه څرگندوني ښایي په دې معنی وي چې په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو په شمیر کې بدلون را نه شي، لږ تر لږه د لنډي مودې له پاره.