1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د جنگي جنايتکارانو بيرته لېږل قانوني دي

۱۳۹۴ دی ۲۳, چهارشنبه

د اروپايي ټولني د بشري حقونو محکمې ويلي دي، هغه پنځه تنه افغانان چي په هالنډ کي ئې د سياسي پناه غوښتنه کړې او په خپل هيواد کي د بشري حقونو په تر پښو لاندي کولو تورن دي، کيدای سي بيرته افغانستان ته ولېږل سي.

https://p.dw.com/p/1HcXz
انځور: DW/H. Sirat

په شتراسبورگ کي د اروپايي ټولني د بشري حقونو محکمې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۱۲مه) ويلي دي چي له هالنډه د دغو افغانانو ايستل له بشري حقونو خلاف کار نه دئ.

د دغو پنځو تنو افغانانو سياسي پناه غوښتنه ځکه نه ده منل سوې چي هغوی له افغان حکومت سره کار کړی او کيدای سي چي په جنگي جنايتونو او د افغانانو په شکنجو کي ئې لاس درلودلی وي.

په آلمان کي «epd» خبري آژانس له بروکسل څخه په خپل راپور کي ليکي چي په دغو کسانو کي د پخواني کمونيستي رژيم د پوځ او استخباراتو لوی مشران شامل دي.

په راپور کي راغلي دي چي دغه کسان په ۱۹۹۲م کال کي د کمونيستي حکومت تر ړنگېدو وروسته په خپل هیواد کي د غچ اخيستني له ويري هالنډ ته تښتېدلي او هلته ئې د سياسي پناه غوښتنه کړې وه.

خو د هالڼد چارواکو د مهاجرو کنوانسيون په استناد د هغوی سياسي پناه غوښتنه رد کړې ده. د دغه کنوانسيون له مخي هغه کسان چي نړیوال جرمونه ئې کړي وي د سياسي پناه غوښتني حق نه لري.

دغو افغانانو چي نومونه ئې نه دي اخيستل سوي ويلي دي چي پر غوښتنه دي ئې له سره غور وسي، ځکه په افغانستان کي دوی ډاډمن نه دي. د دوی يوه ويلي دي چي په افغانستان کي د طالبانو رژيم پرمهال په اعدام محکوم سوی دئ، ځکه نو د دوی د بيرته اخراج پرېکړه غيري انساني ده.

خو د اروپايي ټولني د بشري حقونو محکمې قاضي ويلي دي چي افغانستان ته د دوی بيرته لېږل ممکن دي. ځکه په خبره ئې دغو افغان پناه غوښتونکو و نه سوای کولای ثابته کړې چي افغانستان ته په بيرته ستنېدو سره ئې ژوند په خطر کي دئ.

د دغو افغانانو کورنيو ته په هالنډ کي د اقامت اجازه ورکړل سوي ده.