1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرو پر اخراج نیوکې

۱۳۹۶ آذر ۱۵, چهارشنبه

د مهاجرو ملاتړي سازمان پرو ازول، افغانستان ته د رد شوو مهاجرو پر پلان شوي اخراج انتقاد کړی دی. زرغون او کیڼ اړخه ګوند هم افغانستان ته د اخراج پر ضد دي.

https://p.dw.com/p/2oplh
Deutschland Abschiebeflug vom Flughafen Leipzig-Halle nach Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د مهاجرو ملاتړي سازمان پرو ازول، له خوا د چهارشنبې په ورځ په یوه خپرې شوې بیانيه کې راغلي دي چې افغانستان ته اخراج «له حقیقت څخه د لیري شایعاتو پر بنسټ ولاړ دی، چې د انسانانو ژوند په خطر کې اچوي.»

د دغه سازمان په وینا تر اوسه د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د وضعیت په هکله نوې ارزونه هم بشپړه شوې نه ده. پرو ازول په خپله بیانه کې ویلي دي چې د آلمان د حکومت دغه ګام په هیڅ صورت کې په افغانستان کې د ورځ تر بلې خرابېدونکي امنیتي وضعیت سره سر نه خوري.

د رپوټونو له مخې نن (د چهارشنبې په ورځ) یوه بله ډله رد شوي افغان مهاجر له فرانکفورت هوایي ډګر څخه خپل هیواد ته استول کیږي چې شمیر یې شا او خوا ۲۰ تنه ښوول شوی دی.

پرو ازول د آلمان د ایالتونو د کورنیو چارو وزیرانو څخه غوښتي دي چې په راتلونکي غونډه کې د افغانستان د وضعیت په هکله د واقعيتونو په پام کې نیولو سره بحثونه وکړي او د اخراج لړۍ ودروي.

د آلمان زرغون او کیڼ اړخي ګوندونو او همداشان یو شمیر نورو سازمانونو هم افغانستان ته د رد شوو مهاجرو د پلان شوي اخراج په هکله انتقادونه کړی دي. په پارلمان کې د کیڼ اړخي ګوند استازې اولا یلپکه، ویلي دي چې جګړې او ترور ته باید  د اخراج معیار دا نه وي، چې یو کس د جرم مرتکب شوی دی.

همداشان د زرغون ګوند استازې لوییزه امتسبیرګ، ویلي دي چې په افغانستان کې په تیرو ۱۲ میاشتو کې امنیتي وضعیت لا پسې خراب شوی دی. له دې کبله هغه د آلمان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې افغانستان ته د اخراج لړۍ ودروي او د وضعیت په هکله یوه نوې ارزونه تر سره کړي.

افغانستان ته د تیر میلادي کال د دسمبر له میاشتې راهیسې د رد شوو افغانانو د اخراج لړۍ پیل شوه. د بخښنې د نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل د معلوماتو له مخې آلمان تر اوسه ۱۳۲ افغانان خپل هیواد ته بیرته استولي دي.

s.r/n.z (KANN)

زموږ له آرشیف څخه: