1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د سولي راوستو په مخ کي دکابل حکومت نا سم کړه وړه خنډدي

۱۳۸۷ مهر ۳۰, سه‌شنبه

اختلاس او اداري فساد اوس داسي بڼه اخستې لکه وينه، چي د افغانستان حکومت او ټولنه له دنني څخه خوري او ټوله هغه هلي ځلي چي رواني دي له خاورو سره يې برابروي

https://p.dw.com/p/Fe8d
په کابل کي د يوې برتانوي مېرمني تر ويشتلو وروسته د لويي برتانيې بيرغ نيم ځوړند دی
په کابل کي د يوې برتانوي مېرمني تر ويشتلو وروسته د لويي برتانيې بيرغ نيم ځوړند دیانځور: AP

د برتانيې د کارګرګوند پارلماني غړی،David Davies افغانستان ته له،یوه، لس ورځني سفر څخه وروسته دغه ډول يوې نتيجې ته رسيدلی دی. او په دې ډول نوموړي په کابل کي د بريتانيا د سفير،Cowper Coles نظر تکراروي چي د افغانستان په هکله يې ويلي دي:«په پوليسو کي اختلاس، په دولتي تاسيساتوکي لوټماري،او دا واقعيت چي د پيسوپه بدل کي او يا نورو دلايلو له امله دلته طالبان ملاتړ پيدا کوي، په ايتلاف کې موږ ته ستري انديښنې را پيدا کړي دي».

ويل سوي دي چي په غيري رسمي توګه نوموړي سفير بالکل بل څه ويلي دي:په يوې فرانسوۍ ورځپاڼه کي د ډيپلوماتي کړيو د پټو خبرو يوه برخه خپره سوې ده، چي په هغې کي د برتانيې د سفير،Cowper له خولې ويل سوي دي:«اوسني شرايط ډير ناخوال دي،امنيتي وضعيت ورځ تر بلي خرابيږي په کابل کي حکومت، خپل ټول اعتبار له لاسه ورکړی دی.»

له هغه سره پر دې ټکي باندي یوشمېر نور هم موافق نظر لري.داچي سر بيره پر دې سفير Cowper دا هم ويلي دي چي ګواکي بهرني سرتيري د ستونزي يوه برخه ده، نه د حل، په لندن کي د برتانيې د بهرنيو چارو د وزارت له خواسمدلاسه رد سوی دی.

خو له دې څخه هم په برتانيه کي سترګي نه پټيږي، چي د افغانستان په شخړه کي برتانويانوخپل121 سرتيري تر اوسه له لاسه ورکړي او د امريکا د متحده ايالاتو څخه وروسته د شخړي ستر پيټی د هغوی پراوږو دی،دا واقعيت د دې لامل سوی چي برتانويان د دغو عملياتو د مفهوم او يا د ستراتیژۍ د بدلون په هکله لا د مخه له سره غور وکړي.

جنرالDavid Richard چي تر تيرکاله پوري په افغانستان کي د آيساف دځواکونو عمومي قوماندان و، د پخوا په شان په دې نظر دي چي د پوځي قوت له غښتلولو سره کيدای سي چي په روان وضعيت کي يوڅه بدلون راسي:« د سرتيرود زياتولولپاره په کافي اندازه دلايل موجود دي، په خاصه توګه بيا داچي په راتلونکي کال کي انتخابات په مخکي دي.دا انتخابات بايد له اعتبار څخه برخه من وي ترڅو د تيرو اوو کلونو سياست قانونيت ومومي.»

نوموړي جنرال ټينګار وکړی،خولويديز دي يوازي دغه څه وکړي چي تراوسه يې کړي دي. لويديز غواړي چي 30000 نور سرتيري افغانستان ته واستول سي چي په هغو کي5000 برتانويان او25000 امريکايان شامل دي. خو داچي د هغوی حکومت د دغه ناخوښ اقدام لپاره ملاتړ تر لاسه کولای سي او که نه، تر اوسه پوري نامعلومه خبره ده. حکومت په اوسني وخت کي ډير زيات له اقتصادي او مالي کړکېچ سره لاس اوګريوان دی.

خو په لندن کي اصولاً هيڅوک د افغانستان لپاره د ملګروملتود ځانګړي استازي، Kai Eide اټکل له پام څخه غورځولای نه سي. هغه ويلي دي :« د ښورښيانود نفو‌ذ لمن اوس له جنوبي او ختيځوسيموڅخه د کابل شا اوخوا ولايتونوته پراخه سوې ده.»

طالبانو د دوشنبې په ورځ هلته په رڼا ورځ یوه برتانوۍ مېرمن ووژله،هغې ديوه مرستندوی سازمان لپاره کار کوۍ او دخپل کار په لور روانه وه. دې پيښي و ښودل چي طالبانو ښکاره کړه چي هيڅوک، هيڅ چيري خوندي نه دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولني پخوانی ځانګړی استازی،Francis Vendrell د شنبې په ورځ له بي بي سي سره په يوه بحث کي وويل:«که چيري سړی تر اوسه پوري د افغانستان پر روان سياست باندي غور وکړي،هغه څه چي بايدوسي، هغه دادي چي موږ بايد د دغه هيواد کورني اړخ ته پام واړو: موږ وينو چي هلته اختلاس روان دی، حکومت ډیرکمزوری دی، حتي عادي دولتي خدمات وجود نه لري.حتمي نه ده چي دا وضعيت خلک مجبوره کړي ترڅو طالبانو ته دي مخ واړوي، خوهغوی مجبوروي چي منتظر، يوې خوا ته ولاړ پاته سي.»

همدا راز د بريتانيې دکارګر ګوند پارلماني استازی،David Davies هم دغه ډول يوې نتيجې ته رسيدلی دی، چي باالاخره عادي افغانانو ته بايد د سم ژوند شرايط برابرسي، که چيري سړی غواړي چي دغه هيواد وژغورل سي. هغه وايي په دې موخه بايد دغه کارونه سرته ورسيږي: «په افغانستان کي بايد يوخپلواک قضايي ارګان ټينک سي، د جګړه مارو او د نشه يي موادو د سردارانو واکمنۍ ته دي د پای ټکی کښېښول سي، په پوليسي ارګان کي دي فساد ته خاتمه ورکړل سي او پراختيايي کارونه دي غښتلي سي.

خو داچي ددې موخولپاره نور وخت پاته دی که نه، په برتانيه کي يوه شخړه ایزه موضع ده. خو لږ تر لږه،پارلماني غړی،Davies او نور چي اصولاً د افغانستان د ماموريت پلوي کوي، په دې ځان ته تسليت ورکوي چي، لويديز هغه څه چي تر اوسه کړي،هغه يې کړي،خو وروسته له دې بايد د افغانستان د وضعي په هکله خيالي انځورونه له سره وباسي.