1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د مهاجرو د اخراج بندولو غوښتنه

۱۳۹۶ خرداد ۸, دوشنبه

د پروتيستانتو شمالي کليسا مشر له جرمني څخه افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج د بندېدو غوښتنه کړې ده. هغه ويلي دي چي د خلکو د ساتني په برخه کي دغه اقدام ضروري دئ.

https://p.dw.com/p/2dkm2
Deutschland Abschiebungen abgelehnter Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د افغان مهاجرو د اخراج په اړه د جرمني د ايالتونو د کورنيو چارو وزيرانو غونډي ته په کتلو سره چي پتېيل سوې ده د جون مياشتي پر ۱۲ نېټه جوړه سي، گرهارد اولريش وويل چي د انسانانو د ساتني په برخه کي اقدامات اړين دي.

دغه اسقف دغه راز افغان مهاجرو ته د اقامت پر حق ورکولو باندي ټينگار وکړ.

د جرمني په شمال کي د پروتيستانتو د لوتري کليسا مشر په يوه ليک کي د دغه هيواد د زاکسن ايالت د کورنيو چارو وزير مارکوس اولبيگ ته چي د دغه کنفرانس مشري پرغاړه لري، ليکلي دي چي «له جرمني څخه د اجراج په برخه کي يوې ښې پريکړي ته ورسيږي.»

هغه د زاکسن ايالت د کورنيو چارو له وزير څخه هيله کړې ده چي د افغانستان اوسنی امنيتي وضعيت و ارزوي او په ځانگړې توگه انسان دوستانه اړخونه په پام کي ونيسي.

هغه ويلي دي: «امنيت او انساني کرامت ته اخراج په اوس وخت کي موږ ته په افغانستان کي څوک تضمين کولای نه سي.»

هغه په دغه ليک کي دغه شان ليکلي دي چي په افغانستان کي ملکي تلفات اوس هم ډېر دي. «موږ فکر کوو چي افغانستان ته باید اخراج هغه مهال بيا پيل سي، چي هلته امنيتي وضعيت د تل له پاره باثباته پاته سي.»

په جرمني کي د ډېرو هغو افغان مهاجرو په منځ کي چي اوس په ټولنه کي د ادغام پړاو تيروي، په دغه هيواد کي د پاتېدو په برخه کي بې باوري زیاته سوې ده.


له جرمني څخه د افغان مهاجرو د اخراج مسئله تر ډېره جنجالي ده، ځکه د ځينو سياستوالو په خبره د افغانستان په ډیرو سیمو کي لا هم طالبان له حکومت سره په جگړو بوخت دي. خو د جرمني مرکزي حکومت بيا استدلال کوي چي په افغانستان کې داسي امن سيمي هم سته چي مهاجر ورواستول سي.

(dpa,afp/ NZ)

زموږ له ارشيف څخه: