1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د نورو امريکايي عسکرو ليږل

۱۳۸۷ بهمن ۲۳, چهارشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د پوځ وزير رابرت گيټس ويلي دي، بارک اوباما به د اولسمشرۍ د لومړی غټ نظامي گام په توگه، په څو راتلونکو ورځو کي دا پرېکړه وکړي، چي آيا افغانستان ته نور عسکر واستوي او که څنگه.

https://p.dw.com/p/Grcn
اوباما په بګرام کې د خپلو عسکرو سرهانځور: AP

گيټز د سه شنبې په ورځ زياته کړې، که چېرته اوباما وغواړي، په افغانستان کې د امريکايي قوماندان د غوښتنې له مخې، په څو مياشتو کې افغانستان ته د نورو عکسرو د تگ امر ورکړي، نو بيا به دې ته اړه ولري چې د افغانستان او گاونډي هېواد پاکستان په برخه کې د پاليسۍ له څېړنې نه مخکې عمل وکوي.

څه وړاندې اولسمشر د استخباراتي ادارې CIA مامور Bruce Riedel د افغانستان پر سياست باندې د غورکولو د ډلې د مشر په توگه ونوماوه، او د سپينې ماڼۍ د وينا له مخې يې لارښوونه ورته وکوله، چې د اپريل تر مياشتې پورې خپل وړانديزونه بشپړ کړي، يعنی د شمالي اطلس د دفاعي ټلوالې ناتو تر سرمشريزه غونډې پورې.

دا گامونه د دې نخښې نښانې دي، چې د هغې سيمې موضوع اولسمشر ته د لومړيتوب حق لري، په داسې حال کې چې په افغانستان او پاکستان کې امنيتي حالات لا مخ په ژوبلېدو دي.

گيټز رپوټچيانو ته وړاندې وويل، دا لومړی ځل دئ، چې له اولسمشر څخه په بهر کې د زياتو ځواکونو د اچولو غوښتنه کيږي، او دا کار زما د پاره د زيات غور او احتياط وړ او يو حساس اقدام دئ.

گيټز په افغانستان کې د امنيت او ثبات راوستلو په غرض د امريکې د متحده ايالتونو تر مشرتابه لاندې اوو کلنو هلوځلو ته په اشاره کولو سره خبريالانو ته په ډاگه کړه، اولسمشر به څو بديلونه په وړاندې ولري. او زما په خيال به نوموړی په څو راتلونکو ورځو کې پر هغه پرېکړه کوي.

طالب جنګيالي په افغانستان کي ورځ په ورځ پياوړي کېږي
طالب جنګيالي په افغانستان کي ورځ په ورځ پياوړي کېږيانځور: picture-alliance/ dpa

گيتز وويل، چې اولسمشر ته يې لارښوونې کړې او دا چې هغه بديلونه ورته د مخ په وړاندې تگ څو لارې پرانيزي.

په افغانستان کې امريکايي قوماندان، جنرال داويد مک کيرنان 30000 اضافي عسکر د دريو محاربوي لواوو، يوه هوايي غونډه او مرستندويه جزوتامونو په شمول غوښتي دي. که چېرته ومنل شي، نو دا به په افغانستان کې د موجودو 37000 سرتېرو شمېر قريب دوه چنده کړي.

گيټز دا هم جوته کړې، چې محاربوي لواوې به د اوړې په منځ کې افغانستان ته رسيږي، يعنې په هغه موسم کې چې د ياغيانو حملې او نور نظامي عمليات زياتيږي.

د پنتاگون د هغه رپوټ له رويه چې په دې مياشت کې راووت او په گوته کوي، چې د افغانستان حکومت، په ختيز، جنوب او هم لويدير کې د طالبانو د کنترول له کبله له سخت گواښ سره مخامخ دئ، له 2001 ميلادي کال راهيسې، يعنې کله چې طالبان بې واکه شويدي، تېرکال تر لانجمن کال وو.

لوی درستيز سمندري جنرال مايکل مولين، له کاناډا څخه د يوې کتنې په موقع څرگنده کړه، د زياتو عسکرو غوښتنه له څو مياشتو راهيسې کيږي، او هغه څوک چې پر دې غوښتنه باندې کار کوي، پوهيږي، چې هرڅومره ژر هغومر ښه.

مولين ويلي، زياد عسکر د مرستندويه پروژو د پرمختگ د پاره لازم دي، دا په داسې حال کې چې ياغيان بيا هغو سيمو ته ورروان دي، له کومو څخه چې د ناتو ځواکونو مخکې ايستلي وو. مولين زياتوي، دا به ښه کار وي چې زيات عسکر ولرو، نه يواځې دا چې يوه سيمه پاکه کړو، بلکه ښايي په بسيا اندازه سره ځواک ولرو،چې هغه سيمې په لاس کې وساتلی شي، کوم څه چې موږ پخوا نه لرل.

ريډل، څوک به چې اوباما او امنيتي صلاحکار جيمز جانز ته رپوټ ورکوي، وخت ورکړل شوی چې په فرانسه او جرمني کې د اپريل په دريمه او څلومه ورځ جوړېدونکې د ناتو تر سرمشريزې غونډې پورې خپل کار پای ته ورسوي