1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته هم په اساس کي مهاجرين اخراجیدلای سي

۱۳۹۵ دی ۱۱, شنبه

د باډن ویرتنبیرگ ایالت صدراعظم په پرنسیپ کي د رد سوو افغان مهاجرو اخراجیدل هم ممکن بولي. هغه ویلي دي، چي اساسأ هغه کسان چي په جرمني کي د پاته کیدو حق نه لري، باید اخراج سي.

https://p.dw.com/p/2V52k
Münster Bundesparteitag der Grünen
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د زرغون گوند صدراعظم « وینفریدکریچما» په سټوټگارت کي الماني خبري آژانس-dpa ته ویلي دي، چي «پر دغه خبره باندي ما او صدراعظي انگیلا میرکل دوه کاله دمخه موافقه کړې وه. خو موږ د جرمني د یوه ایالت په توگه طبعأ ددې انتظار لرو، چي مرکزي حکومت د افغانستان امنیتي وضعیت همیشه په جدي او دقیق ډول وڅيړي.»

تر عیسوي کریسمس اختر دمخه افغانستان ته په ډله ایز ډول د رد سوو افغان مهاجرو اخراجیدلای په ټولنه کي تاوده بحثونه رامنځته کړي وه. ځکه چي د افغانستان په ځینو برخو کي د حکومتي قواوو او طالبانو تر منځ جنگونه روان دي. خو د جرمني حکومت ددغه هیواد ځیني برخي ډاډمني بولي او وايي چي هلته امنیت دی. 

د جرمني د زرغون –تور اییتلاف نوموړی ایالت د اخراجیدو په دغه پروسه کي برخه اخیستې وه، په داسي حال کي چی بیا نورو ایالتونو، چي زرغون گوند پکښي اییتلافونه لري، په دغه اخراجیدو کي برخه نه وه اخیستې. 

پر ورته موضوع انځوریز البوم(15.12.2016)