1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته يوه کوچنۍ ډله عادي امريکايان هم ليږل سوي دي

۱۳۸۸ اسفند ۱۰, دوشنبه

ددې ډلي هدف دادی چي د پاڅون کونکو سره د چال چلند په رخه کي مرسته وکړي...

https://p.dw.com/p/MEkl
د امريکا بيرغ
د امريکا بيرغانځور: picture-alliance / Newscom

د دې کار د پاره څو سوه هغه کسان غوره شوي، چې د صلحې په وخت کې يې پوره تجربې لاس ته وروړې دي. د دوی په ډله کې هم د نيويارک له ښار څخه يو پخوانی خفيه پوليس، يو روسي غږېدونکی او يوه د ملکي چوپړونو مېرمن شامل دي، چې د افغانستان په ختيز کې د امريکايي پوځيانو له يوې وړې پستې سره کار کوي.

د قانون چلولو له کار پوهانو څخه يوه تن، چې خپل نوم يې نه دئ په ډاگه کړی، د فرانسپرس آژانس ته ويلي دي: موږ له بدو خلکو سره په خبرو کولو عادت يو، معلومات راټولوو او گورو چې په سيمه کې څوک مشر دئ.

په ملکي ځواک 160 تنه متقاعد پوليس افسران شته، چې په کالونو کالونو د لارو او کوڅو له جنايتونو څخه تجربې لري او له هغه پاڅون سره لاس په گريوان دي، کوم چې له 2001 ميلادي کال راپدېخوا افغانستان کې موجود دئ.

مخکې ياد شوی کس زياتوي، دا پاڅون په خپل ذات کې يو جنايي عمل دئ. موږ له خپلو عسکرو سره مرسته کوو، تر څو له دې لانجې سره پرمختگ وکولی شي.

د نيويارک د پوليسو د څانگې مامور، کوم چې پوځي يونيفورم آغوندي او يو ماشيندار له ځان سره گرزوي څرگندوي، چې په ډېر سخت وخت کې هم انساني اړيکې د اهميت وړ دي.

امريکايی متقاعد پوليس وړاندې وايي، زه په يوه کلي کې نظر يوه عسکر ته حالات بل ډول وينم. زه په گړيو گړيو له ملکي کسانو، پوليسو او افغان استخباراتي مامورانو سره گورم. زه د دوی د بدن په ژبه پوهېږم.

دا کس د طالبانو هره ډله داسې يوې جنايي ډلې ته ورته بولي، چې د قوماندانانو يوه سلسله لري او هم د پيسو، اکمالاتو او ټولنيزه اړيکو د پاره ځانگړي کسان لري.

دا 44 کلن وايي: لکه زما په زړه دنده کې، سړی ښايي د خلکو له ژوند څخه پوه شي او دا يو چلنج دئ، چې نيمايي ژوند سړی له عسکرو سره تېروي. زه بايد څرگنده کړم چې د دې کار توان لرم. کله چې موږ کوم وخت د باندې بيدېږو، نو راته د حيرانتيا ځای ښکاري، چې چېرته يم او څه کوم، خو بيا هم ورسره مينه لرم.

يو کال وړاندې، د امريکې د متحده ايالتونو مشر بارک اوباما غږ پورته کړ، چې د طالبانو د راپرځولو په منظور افغانستان ته د خپلو 30000 اضافي سرتېرو د لېږنې تر څنگ ملکي هلوځلو کې هم پرمختگ راولي.

اليسون کوسنيت، د واشنگټن د کارگرانو په اداره کې يوه سابقه داره ماموره، د افغانستان د سيمه ايزه مامورانو او کليوالو وگړو تر منځ په خپل مهارت سره د روغې جوړې صلاح مشورې کوي.

کوسنيت د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت لخوا گمارل شوې، د ننگرهار په ولايت کې له امريکايي عسکرو سره شپې ورځې تېروي. دا وايي، سړی بايد له يوه کلتور سره ځان برابر کړي. او پوځ پر خپله او زما په دنده باندې ښه پوهيږي. دا وايي، زه فکر کول خوښ لرم، زه د دوی خوښېږم. کله مې چې ويني له سيمه ايزه خلکو سره کار کوم، نو درناوی مې کوي. کوسنيت ملکي جامې او له عسکرو نه توپير لرونکي تحفظي واسکټ آغوندي.

AFP/ محمد عارف

کتونکی. زيارمل