1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته ښايي ۴۰۰۰ امریکایي عسکر ولیږل شي

۱۳۹۶ خرداد ۲۶, جمعه

د ترمپ د ادارې یوه چارواکي ویلي چې پېنتاگون ښایي افغانستان ته شا او خوا ۴۰۰۰ اضافي عسکر ولیږي. خو پېنتاگون وایي چې دوی په افغانستان کې د ځواکونو د شمیر په هکله کومې پریکړې ته نه دي رسیدلي.

https://p.dw.com/p/2emfE
US- und afghanische Soldaten in Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو احتمالي زیاتول به د امریکا متحدو ایالاتو د نوي ولسمشر دونلد ترمپ د واکمنۍ پر مهال لومړی وار وي چې په زیات شمیر کې ځواکونه په کوم بهرني هیواد کې ځای پر ځای کیږي.

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې د یوه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي دي چې دغه پریکړه ښایي راتلونکۍ اوونۍ د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس له لوري اعلان شي دي. دغه کار د ترمپ د دې اقدام څخه وروسته تر سره کیږي چې متیس، ته یې د دې واک ورکړ چې په افغانستان کې د عسکرو د شمیر په هکله په خپله تصمیم ونیسي.

په دې سره هڅه کیږي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندان دې غوښتنې ته ځواب وویل شي چې کافي ځواکونه نه لري څو له افغان اردو سره مرسته وکړي کوم چې د طالبانو د ښورښ پر وړاندې جنگیږي. پر دې سربیره د داعش د سخت دریځه ډلې له لوري راپورته کیدونکی گواښ ښایي په افغانستان کې د امریکا د پیاوړي حضور غوښتنه لا پسې غښتلې کړې وي.

دغه امریکایي چارواکي چې د نوم د نه خپرولو په شرط یې له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره خبري کړي ویلي دي چې د اضافي ځواکونو عمده دنده به د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او هغو ته سلا مشورې ورکول وي. د دغه چارواکي په خبره چې کم شمیر ځواکونه به د طالبانو او داعش پر وړاندې د ترهگرۍ ضد عملیاتو کې برخه ولري.

کله چې د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت یا پېنتاگون له ویاند جیف دیوس، څخه په دې هکله پوښتنه وشوه نو هغه په ځواب کې وویل چې «په دې هکله لا تر اوسه هیڅ کومه پریکړه نه ده شوې.»

د افغانستان د دفاع وزرات ویاند دولت وزیري د جمعې په ورځ په دې هکله د جزئیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه خو ویې ویل چې افغان حکومت د متحدو ایالاتو د دې پریکړې ملاتړ کوي چې افغانستان ته نور ځواکونه راواستوي. هغه په خپلو څرگندونو کې وویل: «متحده ایالات پر دې پوهیږي چې موږ د تروریزم پر وړاندې جگړه کوو. موږ غواړو چې د ناټو ائتلاف په مرسته په افغانستان کې دغې جگړې ته د پای ټکی کښیږدو.»

په اوس وخت کې لا په دې هکله څه نه دي ویل شوي چې آیا ناټو متحدین به هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر زیات کړي. اوسمهال متحده ایالات په افغانستان کې ۸۵۰۰ ځواکونه لري.

دولت وزیري له نوموړي خبري آژانس سره په خپلو خبرو کې وړاندې ویلی دي چې «د نړیوال تروریزم پر ضد مبارزه کې موږ د جگړې لومړۍ کرښه کې یو.»

(AP) sr/sm