1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"افغانستان د«نشه يي توکو سونامي»باندي بدليږي"

۱۳۹۰ اسفند ۲۸, یکشنبه

د روسيې د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول ادارې مشر ويکتور ايوانف وايي چي له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د «نشه يي موادو سونامي» احتمال سته.

https://p.dw.com/p/14MPA
انځور: DW

د ملگرو ملتونو د مخدره موادو سره د مبارزې کمېسيون په غونډه کښي سرگي ايوانف وويل چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته چي بهرني ځواکونو له افغانستان څخه ووزي او امنيتي مسئوليت خپله افغانان په غاړه واخلي له هغه هيواد څخه به د مخدره موادو قاچاق افراطي بڼه واخلي.

د هغه په خبره په افغانستان کښي رواني لس کلني جگړې ډيري ورانۍ را منځ ته کړې چي ددې ټولو دروند بار یوازي د افغانانو پر اوږو پاتيږي.

«په داسي حال کي چي د افغانستان ملي بوديجه، له ۱۲ميلياردو څخه ۸ ميليارده ئې له بهرنيو مرستو څخه جوړه ده. دغه ډول پريکړه به په هغه کي يو وار بيا هغه گډوډۍ را منځ ته کړي چي هر څو ک به پر خپل سر هر څه کوي، چي په دې سره به ډيری افغانان بيا د کوکنارو کرلو ته مخه کړي.»

يوانوف زياته کړې ده چي آيا دا کيدای سي چي په نړۍ کښي دي يو داسي کمزوری حکومت لکه د افغانستان دا، د نشه يي موادو له مافيا سره يوازي پريښوول سي.«ايا موږ يو وار بيا غواړو چي له افغانستان څخه د نشه يي موادو سونامي تر لاسه کړو.»

«په افغانستان کي د تل پاتي سولي په نامه دغه ۱۰ کلني جگړې په جريان کښي له افغاني هيروينو څخه ۱ميليون انسانان وژل سوي او د نړیوالو جرمونو سره د مبارزې ادارې په خبره له دغه نشه يي موادو څخه يو تريليون ډالره گټه اخيستل سوې ده.»

روسيي چارواکي وايي چي دا چي د امریکا متحده ايالاتو اوس پتېيلې ده چي تر ۲۰۱۴ کاله به له افغانستان څخه وزي نو افغانانو ته څه ور پاتيږي؟

«افغانانو ته يوازي او يوازي خراب اقتصادي حالت او د نشه يي موادو غيرقانوني قاچاق او بس له دې ټولو څخه به هغه څوک ډير زيان ويني چي ډير ور نژدې دي، او هغه موږ یو.»

د روسيي چارواکو په خبره د افغانستان د هيروينو ستر بازر اوس روسيه ده، چي په دغه هيواد کښي اوس شاوخوا پنځه ميليونه انسانان له دغه ناوړي نشې څخه کړیږي.

د روسي چارواکو د شمېرو له مخي هر کال له دغه ناوړي نشې څخه يو لک انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د هغوی په خبره دغه نشه يي مواد له افغانستان څخه د مرکزي اسيا د هيوادونو له لاري روسيې ته قاچاقيږي.

انترفکس/ نجيب الله زیارمل
کتونکی: سید رياض