1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: دواړه ډيپلوماټان نور نه پرېږدو چي راسي

۱۳۸۶ دی ۱۱, سه‌شنبه

افغان رسمي مقاماتو ويلي دي چي دوی افغانستان ته د هغو دوو ډيپلوماټانو راستنيدل ردوي چي تيره اونۍ واېستل سول.

https://p.dw.com/p/DK7V
د جمهوري رياست وياند ويلي دي د دواړو ډيپلوماټانو اېستل په دې مانا دي چي اولسمشر کرزی هر سړي ته په ځير او دقت سره ګوري
د جمهوري رياست وياند ويلي دي د دواړو ډيپلوماټانو اېستل په دې مانا دي چي اولسمشر کرزی هر سړي ته په ځير او دقت سره ګوريانځور: AP

د اولسمشر حامد کرزی وياند همايون حميد زاده په کابل کي د سې شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، ددغو دواړو مهمو نړيوالو ډيپلو ماټانو شړل په دې مانا وه، چي د حامد کرزي حکومت چي د آمريکا د متحده ايالاتو لخوا يي ملاتړ کيږي هر سړي ته په ځير او دقت سره ګوري.

دغه څرګندوني افغان دولت وروسته د هغه کوي، چي داسي آوازې وې چي استل سوي ډيپلوماټان به ډير ژر بيرته افغانستان ته راستانه سي، او دغه راز په افغانستان کي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تام کونيکس د هغې غوښتني په اړه کيږي، چي د افغان دولت څخه يي د خپل کار په وروستۍ ورځ کړې وه.