«افغانستان دې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي»
۱۳۹۲ آذر ۱۶, شنبهپه افغانستان کې د سياسي ګوندونو او ائتلافونو شورا د ولسمشرۍ له پار د نوماندۍ پر مسئله د څه مودې له پاره پاشلې ښکاريده خو د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د دسمبر د میاشتې ۷مه) يې يو ځل بيا د يوې خبري ناستې پر مهال له امريکا متحده ایالاتو سره د دوه اړخیز امنيتی تړون د ژر تر ژره د لاسليکيدو غوښتنه وکړه.
د ملي ائتلاف وياند فضل الرحمن اوريا، په اوسنیو شراېطو کې د یاد تړون لاسلیکیدل د هیواد په ګټه وبلل او زياته یې کړه چې د امنيتي تړون د نه لاسليکيدو په صورت کې به راتلونکې ټاکنې هم له ګڼو امنيتي ننګونو سره مخامخ شي: «امنيتي حالت به له دې هم ډير خراب شي، څرګنده ده چې امنيت له سياست سره تړاو لري، امنيتي اغيز به پر سياست هم ولويږي، معنی دا چې ټاکنې به هم له ننګونو سره مخامخ شي.»
د دغې شورا یو بل غړى عباس نويان، بيا پر دې باور دى چې د افغان ولسمشر حامد کرزي تګلاره دايران د حکومت، وسلوالو طالبانو او اسلامي حزب سره يو شان ده او له همدې کبله پر امنيتي تړون لاسليک نه کوي. هغه زیاته کړه: «د آیت الله خامنه یي، په مشرۍ د ايران د حکومت موقف، د طالبانو د امارت يا د کوټې د شورا د مشر ملا محمد عمر موقف، د اسلامي حزب د مشر ښاغلي ګلبدين حکمتيارموقف او د کرزي موقف يودى.»
د سياسي ګوندونو او ائتلافونو استازو له امریکا سره د امنیتي تړون د نه لاسلیکولو په اړه ډول ډول انګیرنې درلودې او د یوې څلور ماده ییزې اعلامیی په خپرولو سره يې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دغه تړون دې ژر تر ژر لاسليک کړي. په دغه خبري ناسته کې فضل الرحمن اوریا زیاته کړه:
«د امريکا متحده ايالاتو سره د امنيتي او دفاعي تړون لاسليک، دهيواد د امنيت، سولې او ثبات د تآمينولو په لار کې اساسي رول لري او بايد له هغه سره غير مسؤلانه برخورد ونه شي، حکومت او د جمهوري رياست ارګ بايد د مخشوش کوونکو مخکنيو شرطونو په وړاندې کولو سره د امنيتي او دفاعي تړون لاسليک له پڅوالي سره مخامخ نه کړي، او دهيواد راتلونکې دې په خطر کې نه اچوي.»
تر دې خبري ناستې دوه ورځې وړاندې د هيواد د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال د ولسمشر د خبرو ملاتړ کړی وو او ویلي يې ول چې په دې خبرو اترو او کشمکشونو کې د هيواد سياست رانغښتى دی او بايد نړيوال داسې فکر ونه کړي چې دغه هيواد سياست پر مخ نشي وړلى.
دغه شورا په داسې حال کې ديوې خبري غونډې پر مهال له حکومت څخه د امنيتي تړون د ژر تر ژره د لاسليکیدو غوښتنه کوي چې ولسمشر کرزي په خپل تازه غبرګون کې يو ځل بيا په امنيتي تړون کې پر خپلو شرطونو باندې ټينګار کړى دى.