1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان دې له ۲۰۱۴ کال وروسته یو بې پرې هیواد وي»

حسین سیرت/ خلیل الرحمن امید۱۳۹۲ آبان ۲۶, یکشنبه

د پاکستان، هندوستان او مرکزي آسیا هیوادونو کارپوهانو «افغانستان تر ۲۰۱۴م کال وروسته» په نامه یو گډ رپوټ چمتو کړی دی. دغو کارپوهانو تر ۲۰۲۴م کاله د یوه با ثباته افغانستان له پاره طرحه جوړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1AJ55
انځور: DW/H. Sirat

د سیمي د هیوادونو افغانستان، پاکستان، هندوستان، ایران، چین، د منځنۍ آسیا جمهوریتونو او روسیې څخه شاوخو ۴۰ تنو کارپوهانو د یو نیم کال په موده کې د بحثونو د تر سره کیدو وروسته، تر ۲۰۲۴م کاله پورې د افغانستان په یوه باثباته هیواد باندې د اوښتو له پاره یوه اعلامیه خپره کړې ده.

د دغو هیوادونو د پالیسیو گروپونو خبرې اترې او بحثونه د آلماني بنسټ فریدریش اېبرت، په مدیرت تر سره شوي دي.

د افغانستان د کارپوهانو د ډلې یوه تن غړي محمود صيقل وايي چې د دغه غونډې په اعلاميه کې يې تر شلو ډير وړانديزونه کړي دي چې ټول د افغانستان پر سوله، امن، راتلونکو ټاکنو او ګاونډيو هيوادونو سره د باور د فضا پر رامنځته کولو راڅرخي.

د صیقل په خبره له مهمو وړانديزونو څخه يې د ليږد د پروسې ملاتړ، شفافه ټاکنې، د پاکستان او افغانستان تر منځ د باور د فضا رامنځته کول او د ناټو او امريکا دا اعتماد تر لاسه کول دي چې له افغانستان څخه به نورو هيوادونو ته کوم خطر نه ورپیښيږي.

د دغو کارپوهانو په باور افغانستان په داسې یوه سیمه کې ځای لري چې د دریو سیمو یعنې مرکزي آسیا، جنوبي آسیا او د خلیج سیمه د افغانستان له ثبات سره تړاو لري.

د کارپوهانو دغې ډلې ویلي دي، هر کله چې افغانستان له دغو دریو سیمو څخه یوې ته نزدي کیږي، نورې سیمې غبرگون ښيي او افغانستان د کړکیچ لور ته راکاږي.

په جاپان کې د افغانستان پخوانی سفیر، او د افغانستان د پالیسۍ د ډلې غړي هارون امین په دغه کنفرانس کې وویل چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو په وتلو سره، دغه هیواد باید امنیتي تشې سره لاس او گریوان نه شي.

هارون امین د کارپوهانو د ډلې د طرحې په اړه وویل: «زموږ طرحه لس کلنه ده. د دغو لسو کلونو په تیریدو سره، د افغانستان قابلیتونه هم لوړيږي. افغانستان دې خپل ټول ستراتیژیک تړونونه داسې چمتو کړي چې افغانستان بې طرفه وي. سیمه دې قبوله کړي چې نه غواړي په افغانستان کې مداخله وکړي او نړۍ، په شمول د ملگرو ملتونو دغه طرحه تطبیق کړي.»

د تاجیکستان د پالیسۍ ډلې غړي عبداللهي حکیم، په دغه کنفرانس کې وویل چې چې افغانستان او تاجیکستان د امنیتي او اقتصادي همکاریو موافقتنامه لاسلیک کړې ده چې د هغې پر اساس دواړه هیوادونه تجارتي او اقتصادي شریکان دي.

د پاکستان د پالیسۍ ډلې غړي خالد عزیز، د افغانستان په مستقل کیدو باندې ټینگار وکړ. هغه وویل چې باید افغانستان او د سیمې نورو هیوادونو ته اجازه ورکړل شي تر څو حکومتوالۍ او خپل اقتصاد ته وده ورکړي.

د پالیسۍ د ډلې غړو کارپوهانو، پر دې خبره ټینگار وکړ چې یو باثباته افغانستان به د مرکزي آسیا، جنوبي آسیا او د فارس د خلیج تر منځ د سوداگرۍ د ودې سبب شي او دغه موضوع د سیمې د امنیت پر ښه والي تمامیږي.

د دغو هیوادونو د پالیسۍ د ډلې غړو وویل چې د سیمې د امنیت په اړه به خبرې اترې ادامه ومومي او هڅه به وشي چې د دغه ډلې طرحه د سیمو د ټولو هیوادونو په اختیار کې ورکړل شي او له هغې څخه ملاتړ وشي.

له دغې پاليسۍ څخه د ملګرو ملتونو د سياسي چارو د خاص استازي مرستيال نيکولاس هيسوم، هم خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې دا اعلاميه په یوه ښه وخت کې خپره شوه ځکه تر٢٠١٤ کال وروسته د يو لړ بې باوريو امکان وو خو په دې سره به له منځه ولاړې شي.

هغه وویل چې په دې برخه کې بايد نور هم غور وشي ځکه افغانستان او سيمه اړتيا لري چې دلته امن، سوله او پرمختګ وي: «زه له دې پروسې څخه ملاتړ کوم، کومه چې د افغانستان او سيمې په ګټه تماميږي. هغه څه چې د افغانستان اړتيا او غوښتنه ده هغه د سيمې غوښتنه ده او هغه څه چې د سيمې غوښتنه ده هغه د افغانستان ده. نو ويلى شو چې افغانستان سيمې او سيمه افغانستان ته اړتيا لري.»

د همدې ژمنو دعملي کيدو په اړه د سياسي چارو شنونکي سيد اسحاق ګيلاني، وایي چې د ده له پاره هم ځکه دغه پروسه د منلو وړ ده چې ځينې نوې لارې چارې يې پکې ليدلي دي چې کولای شي عملي بڼه ولري.