1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د «پریمیر لیگ» سیالیو اتلولي وگټله

سید ریاض۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

افغانستان د آسیا کرېکټ شوری، د پریمیر لیگ یا غیوره لیگ سیالیو اتلولي وگټله. افغانستان په یوه زړه پورې لوبه کې نیپال ته ماته ورکړه او دغه اتلولې یې خپله کړه.

https://p.dw.com/p/1Bv6Y
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Images

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د چهارشنبې په ورځ په یوه زړه پورې لوبه کې د نیپال لوبډلې ته په ۱۰۸ منډو ماتې ورکړه. نیپال ټاس یا پچه وگټله او افغانستان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د نیپال لوبډله له پياوړو لوبډلو څخه شمیرل کیږي او کرېکټ د شل اووریزو سیالیو په جام کې یې افغانستان ته ماته ورکړې وه.

افغان توپ وهوونکو له لومړي سره ښه لوبه پيل کړه او لومړنۍ وېکټه یې د ۹۸ په مجموعي منډو ولویده. نور علي ځدراڼ لومړنی لوبغاړی وو چې وسوځید. هغه ۴۳ منډې کړې وې. دویم لوبغاړی عثمان غني وو چې د ۵۱ منډو د پوره کولو وروسته عارف شیخ، وسوځاوه. په دغه وخت کې د افغانستان مجموعي منډې ۱۰۷ وې. د حشمت الله شهیدي ۵۱ او د محمد نبي ۳۴ منډې هم د پام وړ وې. په پای کې د افغانستان ټول لوبغاړي په ۴۹ اوور کې د ۲۶۲ منډو په جوړولو سره وسوځیدل.

د نیپال لوبډلې د ټاکل شوي هدف د پوره کولو له پاره منډو ته ملا وتړله او داسې گمان کیده چې د نیپال لوبډله به سخته لوبه وکړي. خو د نیپال توپ وهوونکي د افغان بالرانو پر وړاندې هیڅ ټینگ نه شول او لومړنۍ وېکټه یې د ۱۳ په مجموعي منډو ولویده. تر هغې وروسته د نیپال لوبغاړي یو په بل پسې ژر ژر وسوځیدل او د ۵۶ په مجموعي منډو د نیپال ۶ لوبغاړي سوځیدلي وو. د باران له کبله د یوه څه وخت له پاره لوبه ودرول شوه او بیا څارونکو نیپال ته تر ۳۲ اووره پورې د ۲۳۷منډو د پوره کول هدف وټاکه.

په پاې کې د نیپال ټوله لوبډله د ۱۲۸ منډو په جوړولو وتوانیده او لوبه افغانستان په ډیر توپیر سره وگټله. دا د افغانستان له پاره یوازې د لوبې گټل نه وو، بلکې د آسیا د کرېکټ شوری د پریمیر لیگ سیالیو اتلولیو گټل هم وو. د افغانستان توپ وهونکي او توپ اچوونکي په ننۍ لوبه کې ښه وځلیدل. دولت ځدراڼ د مقابلې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول او د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. میرویس اشرف د مقابلې لوبډلې دوه او امیر حمزه او محمد نبي یو یو لوبغاړي اوټ کړل.

تر دې دمخه افغانستان درې لوبې کړې وې چې هانگ کانگ او متحده عربي اماراتو ته یې ماته ورکړې وه او مالیزیا ته یې لوبه بایللې وه. د آسیا کرېکټ شوری په پریمیر لیگ سیالیو کې پر افغانستان سربیره د متحده عربي آماراتو، مالیزیا، نیپال، هانگ کانگ او عمان لوبډلو هم برخه لرله.