1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د آلمان د کاتوليکانو او پروتستانتانو په يوي ګډي کلني غونډه کی

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۵, شنبه

په آلمان کي د «کليسا» د ورځی یوی ستری لمانځنی کی د دغه هیواد د کاتوليک او پروتستانت د کليسياو د پيروانو د بحث یوه مهمه موضوع افغانستان او هلته د آلمان پوځي ماموريت ؤ.

https://p.dw.com/p/NOhg
د آلمان په جنوبي ښار مونشن کي د پروتستانت او د کاتوليکو د کليساو ګده غونډه
د آلمان په جنوبي ښار مونشن کي د پروتستانت او د کاتوليکو د کليساو ګده غونډهانځور: AP

د آلمان د پروتستانت د کليسيا پوځي اسقف، Martin Dutzmann د خپل هيواد له سياست والو څخه غوښتنه وکړه چي د افغانستان د ماموريت په هکله وضاحت وکړي. Dutzmann پرون په مونشن کي چيرته چي د دواړو کليسياو يوه ګډه مذهبی لمانځنه دايره شوي وه وويل : « په افغانستان کي زمونږ سرتيري دا حق لري چي پوه شي د څه لپاره دغه هيواد ته استول شوي دي.»

په آلمان کي د پروتستانت د کليسيا د سولي د غورځنګ د چارو مسوول، Renke Brahms د شخړو د مخنيوي لپاره د لارو چارو لټول يو حتمي امر وګاڼه. هغه وويل چي له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو د ايستلو لپاره د يوي نيټي ټاکل او يا دا چي څو نور کاله به دغه ماموريت دوام پيدا کړي، يو معقول بحث ته اړتيا لری. هغه وويل« کله چی له افغانستان څخه د سرتیرو د ایستلو د کلونو شمیر یا نيټه مطرح شی، سړی کله هم داسی احساس کوی لکه چی په یو بازار کی وی.». له بازار څخه د هغه مقصد دا دی چی هلته خلک د خرڅلاو پر سر جګړه کوی، پلورونکی هڅه کوی چی خپل متاع ګران خرڅ کړی او اخیستونکی هڅه کوی چی یو شی ارزانه راونیسی.

د آلمان په فدرالي شورا کي د دفاعي جرګه ګي مشري، Susanne Kastner چي د سوسيال ديموکرات د ګوند غړي ده په نوموړي لمانځني کي د افغانستان پپه وړاندي د آلمان له سياست څخه يی دفاع وکړه. هغي وويل: « له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو د ايستلو ستراتيژي څرګنده ده او پلان دا دي چي د 2011 تر 2015 کال پوري هغه عملي بڼه غوره کړي او په لومړي سر کي له هغو سيمو څخه په وتلو پيل وشي چي هلته امن ټينګ شوي دي او د بيا رغاوني کار پيل شوي دي.»

Kastner وويل: « د آلمان پوځ په دي موده کي ډير خدمت په افغانستان کي کړي دي. هغوي نه يواځي د امنيت په ساتلو بلکه د بيارغاوني په پروژو لکه د روغتونونو جوړول، د اوبو رسولو پروژو پلی کول او يا د ښووني او رزونی د تأسيساتو جوړلو کي برخه اخيستي ده.»

د آلمان په جنوبي ښار، مونشن کی د «کليسيا» نومی ورځي لمانځني ته د ناتو آلماني جنرال Karl Heinz Lather هم بلل شوي ؤ. دغه جنرال هم وويل چي آلماني پوځ د افغانستان لپاره يو روښان ماموريت ته اړتيا لري. هغه وويل: «په افغانستان کي جګړه د مخالفينو پر مخالف محوري اهميت نه لري، بلکه د خلکو د ورځني ژوندانه لپاره د ښو شرايطو برابرول اصلي هدف د.»

جنرال Lather د پروتستانت د کليسيا د يوي پخواني مشري Margot Käßmann هغه يوه خبره رده کړه چي د افغانستان ناخوال وضعیت ته په اشاری سره له خپلی استعفاء څخه مخکی ويلي ؤ « په افغا نستان کي هيڅ ښه نه دي. » د ناتو نوموړي آلماني جنرال وويل: داسي هم نه ده هلته هیڅ ښه نه وی، بلکه هلته ډير ښه کارونه هم شوي دي چي بايد سترګي تري پټي نه شي.»

خبری آژانس/ عبدالباری حکيم

کتونکی: احمد ولی اڅکزی