1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل د اسیا د زړه هیوداونو د غونډې کوربه

۱۳۹۱ خرداد ۲۴, چهارشنبه

ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ به افغانستان د آسیا د زړه هیوادونو د یوې ناستې کوربه وي. په دغه غونډه کې به د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون د سیمې د یو شمیر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران برخه ولري.

https://p.dw.com/p/15DKu

دا لومړی ځل دﺉ چې کابل د اسیا د زړه هیوادونو د ناستې کوربه دﺉ. په حقیقت کې د سیمه ییزو همکاریو دا کنفرانس د استانبول د پروسې دوام دﺉ. هغه غونډه چې د تیر کال د فبروري په دوهمه نیټه د سیمې د ټیکاو او پرمختګ له پاره جوړه شوې وه.

په سیمه ییزه کچه له افراطیت، بنسټ پالنې، ترهګرۍ او مخدره توکو سره د مبارزې په اغیزناکو لارو چارو او همداراز د سیمې د ملکونو تر منځ پر آزادي سوداګرۍ باندې خبرې اترې په دې کنفرانس کې د هیوادونو د وزیرانو د بحث اصلي موضوعګانې دي.

افغان حکومت دا ځل هڅه کوي چې د دې غوندي په کوربتوب له خپلو ګاونډیانو او د سیمي له ملکونو سره د خپلو اړیکو نوی ډول تعریف کړي. د سیمې په کچه له اسلام آباد او تهران سره د کابل اړیکې هغه مهال یوه حساس او پارونکي پړاو ته ننوتې چې افغان حکومت له امریکا سره د ستراتیژیکې ملګرتیا یو مهم سند لاسلیک کړ.

افغان دولت هڅه کوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د سیمې د ملکونو له لاس وهنو د ځان د خوندي ساتلو له پاره، سر له اوسه په سیمه ییزه کچه ژمنې تر لاسه کړي او تر څنګ ئې له خپلو هغو ګاونډیانو سره چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له اوږد مهاله حضور سره مخالفت کوي د باور فضا رامنځ ته کړي.

د افغانستان د ارګ ویاند ایمیل فیضي، تیره اونۍ په کابل کې د یوې خبري غونډي په  ترځ کې دې پوښتنۍ ته په ځواب کې چې افغان حکومت به په غونډه کې په مشخصه توګه له پاکستان څخه چې حکومت ترینه ډیر شکایت لري څه وغواړي، داسې وویل:

 «موږ به د پاکستان له اسلامي جمهوریت سره دوامداره خبرې وکړو چې له ترهګرۍ سره مبارزه په ریښتینې او صادقانه توګه تر سره کړي. داسي نه چې خاوره ئې د اوس په څير د افغانستان پر ضد وکارول شي.»

د آسیا د زړه هیوادونو کنفرانس له دې اړخه هم ډير مهم ګڼل کیږي چې د ترکیي د استانبول د غونډې د هغو پریکړو جاج اخلي چې د سیمه ییزو هیوادونو د امنیت، بیارغاونې، د ترهګرۍ او مخدره موادو د سوداګرۍ پر ضد د مبارزې په برخو کې شوې وې.

خو ولسي افغانان که څه هم د افغانستان په اړه نړیوالو کنفرانسونو ته خوشبینه دي، خو ځیني ئې په دې باور دي چې کله کله خو چې په کومو نړیوالو غونډو کې د افغانستان په اړه ژمنې وشي بیا دوی په عمل کې څه نه ویني.
د جنوبي هلمند ولایت یو اوسیدونکی نوید احمد، چې اوس په کابل کې اوسي، وایي چې افغانان نور له کاغذي ژمنو ستومانه شوي دي:

«د اسیا د زړه کنفرانس غړي هیوادونه باید خپلې پریکړې په صادقانه توګه تر سره کړي. که چیرته کنفرانس یوازې د نظرونو د  تبادلې له پاره وي موږ ترینه ښه توقع نه لرو.»

د اسیا د زړه هیوادونو په ناسته کې به له  ترهګرۍ سره د نړیوالې جګړې د کلیدي ملګرو هیوادونو لکه  متحده ایالتونو، بریتانیا او یو شمیر نورو غربي هیوادونو استازي هم گډون وکړي.

د سیاسي چارو مبصرین په دې اند دي چې امریکا او بریتانیا کولای شي چې د سیمې په کچه د بل هر هیواد په پرتله په ثبات کې ښه ونډه ولري ځکه پراخې مالي سرچینې په واک کې لري او یو شمیر هغه ملکونه ئې تر اغیزې لاندې دي چې اوس له ترهګرو سره یو ډول نه یو ډول تړاو لري.

د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز غړی عصمت الله غلجی، وایي چې که په عمل کې د ترهګرو جرړې و نه ایستل شي د غونډو په جوړیدو د سیمي لانجه نه شي هواریدای:

«د ترهګرو سرچینې که هغه کورنۍ که بهرني وي هغه باید له مینځه ولاړې شي. مالي منابع او تسلیحاتي منابع ئې باید له منځه ولاړې شي. په خبرو باندې هیڅ نه کیږي. په ژمنو هيڅ نه کیږي. عمل په  کار دئ.»

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش