1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د امريکې تر ټول د اهميت وړ هدف

۱۳۸۷ بهمن ۹, چهارشنبه

د فرانسپرس آژانس د امريکې د پوځ د وزير رابرت گېټز د دې وينا په اړوند يو مفصل رپوټ خپور کړی، چې وايي افغانستان د امريکې د متحده ايالتونو تر ټول د اهميت وړ هدف جوړوي، خو بيا هم د دوی هدفونه به هلته محدود وي.

https://p.dw.com/p/GhrZ
د امريکې د پوځ وزير رابرت گېټز
د امريکې د پوځ وزير رابرت گېټزانځور: AP

رابرت ګيټس ويلي دي:«زما په شخصي نظر سره، زموږ لومړی هدف دا دئ، چې افغانستان د هغو ترهگرانو او بنسټ پالو له ډگرجوړېدلو څخه وژغورو، کوم چې ورڅخه بيا د امريکې پر متحده ايالتونو او زموږ پر ملگرو باندې حملې کوي.»

گېټز د امريکې په سنا کې د وسله والو ځواکونو جرگه گۍ ته، د اولسمشر بارک اوباما د پوځ د وزير په توگه په خپل لومړي ځل ورڅرگندېدنه کې وړاندې وويل، چې نور هر هغه څه به چې موږ ورته اړه ولرو له همدې هدفونو څخه سرچينه اخلي.

د نوموړي خبرې د امريکې د غوښتنو ښکارندويې وې،ولو که د امريکې متحده ايالتونه هسې هم په افغانستان کې د امنيتي ملحوظاتو له مخې د خپلو موجودو عسکرو شمېر دوه چنده کول غواړي.

گيټز وويل، په دې کې ډېر کم شک شته، چې موږ ته اوس افغانستان غټ نظامي چلنج جوړوي. او اولسمشر اوباما هم په ډاگه کړې، چې د افغانستان کشاله به موږ ته تر بل هر څه د پوځي لومړيتوب حق ولري.

گيټز استازو ته دا هم څرگنده کړه، چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د قوماندان جنرال داويد مک کيرنان لخوا غوښتل شوي 30000 اضافي عکسر به د اوړي په نيمايي کې هلته ليږل کيږي، خو ښايي چې لومړی د دوی ځايونې ته نظامي هډې پراخه کړل شي.

رابرت گېټز وايي:زه له دې نه د زياتو عسکر په برخه کې خوشبين نه يم، د نورو امريکايي سرتېرو اضافه له هغه چې جنران مک کيرنان غوښتي دي.

اولسمشر اوباما د چهارشنبې په ورځ په پنتاگون کې له عسکري مشرانو سره گوري او د افغانستان د پاره او له عراق څخه د خپلو 142000 سرتېرو د راايستنې په پروگرامونو او پلانونو باندې وړاندې غور سره وکوي.

گېټز سنا او وروسته اولسي جرگې ته وويل، پوځ به اوباما ته يو لړ وړانديزونه کوي، په کومو کې به چې له عراق څخه د 16 مياشتو په اوږدو کې د امريکايي جنگي جزوتامونو راايستنه هم شامله وي.

گېټز د په سنا کې د وسله والو ځواکونو جرگه گۍ ته د اوباما له ارادي څخه يادون وکړ وا په ډاگه يې کړه، هغه په خپله دې خبره باندې کلک ولاړ دئ، چې له عراق څخه بامسئوليتنه وتنه غواړي او هغه چې زموږ د قطعاتو د پاره به محفوظه وي.

ده څرگنده کړه، زما په خيال دا يوه واقعي او دقيقه پروسه ده. زه فکر نه کوم چې د پوځ په وزارت کې ورسره اړوندلرونکی کوم کس دا احساس ولري چې موږ حرکت کوو؛ او پرېکړه مخکې له مخکې شوې.

فرانسپرس ليکي، د دې تر څنگ لوی درستيز سمندري جنرال مايکل مولن له خپلو اورپايي ملگرو څخه غوښتي دي، چې افغانستان ته زيات عسکر ورکړي.

مولين د ناتو تر قومانده لاندې د بهرنيو ځواکونو 10000 تنه ډېرښت ته په گوته نيولو سره وويل، موږ هغې اندازې ته اړه لرو او نورو ته به هم ضرورت ولري.

گيټز وويل، په افغانستان کې د امريکې هدف دا وو، چې افغانان بايد القاعدې ته ځای ورنه کړي، د طالبانو حکومت رد کړي او له قانوني غوره شوي حکومت څخه پلوي او ملاتړ وکوي. زما په اند موږ بايد په افغانستان کې خپلې موخې په واقعي ډول سره ووينو او محدودې يې وگڼو. که نو نه موږ به خپل ځان ناکامۍ ته چمتو کړی وي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما
د امريکا ولسمشر بارک اوباماانځور: AP

رابرت گيټز دا اعتراف وکاوه، چې په افغانستان کې د امريکايي هوايي عملياتو په ترځ کې د ملکي خلکو وژنه، دوی ته زيات زيان رسوي. موږ بايد د دې کار د سر ته رسولو بهتره لارې چارې وپلټو او يا افغانانو ته مخه ورکړو، ځکه زه اندېښنه لرم چې افغانان به موږ ته د کړکېچ جوړوونکو په سترگه گوري نه د مشکل حل کوونکو.

گيټز د پاکستان له پولو سره په قبايلي سيمو کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو له عملياتو څخه پلوي وکوله او زياته يې کړه چې د امريکې متحده ايالتونه به القاعده لټوي که هر ځای هم وي. ده د سنا غړو ته وويل چې له دې هوډ څخه د پاکستان حکومت خبرکړل شوی دئ.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند محمد صديق بيا د امريکې حملې، له ترهگرانو سره د مبارزې په لاره کې بې گټې او حتی زيان رسوونکې بللې دي.