1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د ایساف څرخي الوتکه راولویده

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱, جمعه

د امریکایي ځواکونو یوه Black Hawk ډوله څرخي الوتکه د پنجشنبې په ورځ نا وخته د افغانستان په جنوب کې رالویدلې ده. ویل کیږي چې په الوتکه کې سپاره څلور واړه کسان د پېښې په ترڅ کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/14i4r
انځور: AP

د امریکايي ځواکونو یوه ویاند د CNN تلویزیون ته ویلي دي چې دغه الوتکه د خرابې هوا له کبله هغه وخت رالویدلې ده چې غوښتل ئې د سرتیرو يوه ډله د پېښې له ځایه راپورته کړي.

دغه ویاند منلې ده چې په الوتکه کې سپاره څلور واړه کسان وژل شوي دي. هغه همداراز ویلي دي چې پېښه د «دښمن» له خوا نه ده رامنځ ته شوې.

د ایساف نړیوالو ځواکونو هم دغه پېښه منلې ده او ویلي ئې دي چې اوس د پېښې د سیمې امنیت نیول شوی دئ. ایساف لا تر اوسه پورې د پېښې جزئیات نه دي بربنډ کړي.

دا په داسي حال کې ده چې یوه افغان چارواکي د جمعې په ورځ وویل چې د امریکايي ځواکونو دغه الوتکه هغه وخت په افغانستان کې راولویده چې غوښتل ئې د یوه ځانمرگي برید پر وړاندې عملیات ترسره کړي.

د هلمند ولایت د پولیسو یوه چارواکي ویلي دي چې دغه الوتکه د دې ولایت په گرمسیر ولسوالۍ کې د توفاني هوا له کبله رالویدلې ده. د هغه په خبره الوتکې د افغان پولیسو پر یوې پوستې تر ځانمرگي برید وروسته سیمې ته الوتنه کړې وه:

«هلته د پولیسو پر یوې پوستې باندې ځانمرگی برید شوی وو. دغه برید څلور پولیس ووژل او اوه تنه نور ئې تپیان کړل.»

دغه چارواکي ویلي دي چې لا تر اوسه پورې معلومه نه ده چې دغه الوتکه سیمي ته له پولیسو څخه د ملاتړ له پاره تللې وه او که غوښتل ئې چې د پېښې له قربانیانو سره مرسته وکړي. د هغه په خبره پېښه د یاغیانو له خوا نه ده رامنځ ته شوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکې: گل غوټۍ پوپل