1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د امنیتي تړون په لاسلیکولو کي بیړه نه لرو»

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱, یکشنبه

په داسي حال کې چې امریکا هڅه کوي د رواني میاشتې تر پایه پوري د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون وروستی متن تیار کړي، افغان چارواکي وايي چې هغوی د دې متن په تیارولو کې له بیړې نه، بلکې له دقته کار اخلي.

https://p.dw.com/p/18KF1
انځور: DW

پلان شوې ده چې دغه تړون د ۲۰۱۴ کال تر پای ته رسیدو دمخه لاسلیک شي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې دغه تړون به د ۲۰۱۵ کال له پیلیدو سره سم عملي شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي، د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۲۱) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «افغانستان له متحده ایالاتو سره د یوه دوه اړخیزه امنیتي تړون د لاسلیکیدو پلوي دی. دا باید داسې یو تړون وي چې پکښې د افغانستان ملي حاکمیت او ملي گټو ته درناوی وشي. دغه تړون باید د افغانانو په خیر وي او د افغانستان اصلي اړتیا ته چې د سولی تأمینیدل دي پکښې درناوی شوی وي.»

له امریکا سره امنیتي تړون د افغانستان له پاره ځانگړی اهمیت لري. کارپوهان وایي چې د افغانستان پوځي او سیاسي راتلونکې له همدې تړون سره تړلې ده. په پام کې ده چې په دې تړون کې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاته کیدونکو امریکایي سرتیرو شمیر هم وټاکل شي. دغه دوه اړخیزه تړون به همداراز تر دې نیټې وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو نقش او د هغوی د پوځي اډو ځایونه وټاکي.

تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو قضایي مصؤنیت د کابل او واشنگټن تر منځ د امنیتي تړون پر وړاندي تر ټولو لوی خنډ دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دغه تړون پر افغانستان سربیره د متحده ایالاتو له پاره هم ډیري گټي لري: «دغه تړون له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه او دغه راز د کابل او واشنگتن تر منځ د همکاریو د دوام په برخه کي گټه لري.»

د افغانانو غوښتني

افغان ولسمشر تر دې دمخه ویلي ول، چې امریکا د امنیتي تړون متن افغانانو ته سپارلی دی، چي دغه هیواد یې په اړه خپل نظرونه ووایي.

کرزي ټینگار کړی وو چې افغانان د دغه تړون په لاسلیکولو کې بیړه نه کوي او په هغه کې به له ډیر دقت څخه کار واخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په کابل کې خبري کنفرانس ته وویل چې که امنیتي تړون سبا هم لاسلیک شي نو تر دوو نورو کلونو پورې به د پلي کیدو وړ نه وي. هغه زیاته کړه: «د تړون د پلي کیدو له پاره لا تر اوسه پوري څه نا څه دوه کاله وخت پاته دی. د افغانستان حکومت هم لیواله دی چې تړون ژر تر ژره لاسلیک شي، چي د انتقال تر بهیر وروسته د افغانستان او امریکا د اړیکو له پاره یو واضح چوکاټ ولرو.»

په داسې حال کې چې یو شمیر کسان تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان حکومت د بقا په اړه اندیښنې لري، افغان ولسمشر یو ځل بیا ټولو افغانانو ته ډاډ ورکړ چي په دې کال کې به په افغانستان کې هیڅ هم پېښ نه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب