1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د انتقال پروسې په دوهم پړاو کي د نيمايي نفوس امنيت پر غاړه اخلي

۱۳۹۰ آذر ۶, یکشنبه

افغان حکومت هغه سيمي چي د انتقال پروسې په دوهم پړاو کي به يې امنيتي مسئوليت پر غاړه اخلي مشخصي کړې. د افغانستان د ملي امنيت شورا ويلي، چي د۵۰ سلنه وگړو امنيت به د انتقال پروسې په دوهم پړاو کي په خپله غاړه واخلي.

https://p.dw.com/p/13I3K
افغان ملي پوليس د تلاښۍ پرمهال
افغان ملي پوليس د تلاښۍ پرمهالانځور: picture alliance/Ton Koene

په دې اړه د افغانستان ملي امنيت شورا، نن د يکشنبې په ورځ ( د نوومبر۲۷) د جمهوري رياست په ماڼۍ کي يوه غونده وگړه، او ددې شورا وړانديزونه د ولسمشر حامد کرزي له خوا و منل سول.

د افغانستان د جمهوري رياست له ماڼۍ څخه په يوه خپره سوې اعلاميه کي راغلي، چي د انتقال پروسې د کمېسيون په غوښتنه او د ولسمشر حامد کرزي په تاييد به د ددغې پروسې په دوهم پړاو کي د بلخ، دايکنډي، تخار، سمنگان، کابل او نيمروز ولايتونو امنيتي چاري په بشپړه توگه افغان ځواکونو ته وسپارل سي.

دغه راز ټاکل سوې ده، چي د جلال اباد، چغچران، شبرغان، فيض اباد، غزني، ميدان ښار او قلعه نو ښارونو امنيتي چاري هم افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل سي.

په دغه اعلاميه کي، چي په کابل کي دويچه ويله انټرنيټ پاڼي ته هم رسېدلې راغلي دي، چي په پام کي ده د ولسواليو په برخه کي به د بدخشان ولايت، د شهربزرگ، يفتل سفلي، ارغنج، بهارک، تشکان، کشم او ارگو. د بادغيس ولايت د اب کمرۍ ولسوالي. د هلمند ولايت د نادعلي او مارجې ولسوالۍ.

د هرات ټولي ولسوالۍ، بېله شنډنډ، اوبې او چشت شريف. د لغمان ولايت د قرغې وسلوالي. د ننگرهار ولايت د بهسودو، کوز کونر، کامه او سرخ رود. د پروان ولايت د شينواري او سياه گرد ولسواليو پرته نوري ټولي وسلوالې.

د سرپل ولايت نوري ټولي ولسوالۍ، بېله صياد او د ميدان وردگو ولايت د بهسودو اوله حصه، جلريز او د بهسودو د مرکز امنيتي چاري دي افغان ځواکونو ته وسپارل سي.

تر دې مخکي داسي اټکل کېدئ، چی افغان ولسمشر حامد کرزی به دغه سيمي د دوديزي لويي جرگې په پرانست غونډه کي اعلان کړي، خو داسي و نه وسول.

ويل کېده چي په دې سيمو کي د کندهار ښار امنيتي چاري هم افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل کيږي، خو وروسته له هغه چي په ولسي جرگه کي د کندهار استازي خالد پښتون د کندهار د امنيتي چارو د نه سپارلو غوښتنه وکړه د لست د خپريدو خبره هم سړه سوه.

تر دوديزي لويي جرگې وروسته ويل کېده، چي د انتقال پروسې د دوهم پړاو سيمي به ولسمشر کرزی د بن په دوهم کنفرانس کي اعلان کړي. ټاکل سوې، چي د بن کنفرانس به د ډسمبر د مياشتي پر پنځمه نېټه داير سي.

کارپوهان په دې نظردي، چي مخکي تر دې چي افغان امنيتي ځواکونو ته د يو شمېر ولايتونو امنيتي مسئوليت ور وسپارل سي، هغوئ بايد ښه مجهز او سم و روزل سي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل