1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د برتانيې له پاره تر عراق بدتره سور اور ګرځېدلی

۱۳۸۸ تیر ۲۱, یکشنبه

وخت په وخت له افغانستان څخه د وژل شوو بريتانوي سرتيرو غمجن خبرونه رسيږي. ډيري بريتانويان تري خبريږي هم نه. خو دغسي سخت ګذار چي په تيرو دو دري ورځو کي هغو سرتيرو ته ورکړه شو، بي ساري دی...

https://p.dw.com/p/Ilwg
د برتانيې د سمندري ځواکونو عسکر د خپلو وژل سوو ملګرو د وير په مراسيمو کي
د برتانيې د سمندري ځواکونو عسکر د خپلو وژل سوو ملګرو د وير په مراسيمو کيانځور: AP

د ۲۴ ساعتونو په دننه کي اته بريتانوي عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ، په لس ورځو کي په ټوليزه توګه ۱۵ ووژل شول. خو د دغه هيواد روح او روان يو بل رقم هم ځوروي، هغه دا چي په افغانستان کي د بريتانوي وژل شوو سرتيرو شمېره له عراق څخه واوښته.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د يولسمي نيټي له تروريسيتي حملو څخه وروسته بريتانويانو افغانستان ته ورودانګل ترڅو تندي لاري طالبان وټکوي. خو د افغانستان عمليات تر ډيره وخت د عراق د جګړې ترسيوري لاندي ؤ. اوس چي هغوي عراق څخه وتلي ، ټوله پاملرنه يي« هيري شوي جګړي » ته کړي ده. او صدراعظم ګوردان براون وار په وار تر سختو نيوکو لاندي پريوځي. د هغه هيواد ليبرال ديموکراتان نيوکه کوي : د طالبانو پر ضد جګړه بايد يا په بشپړه توګه په لاره واچوله شي او يا دي په بشپړه توګه تري لاس واخيستل شي.»

د ۱۸۴ مړو څخه وروسته چي په عراق کی يواځي ۱۷۹ ؤ، د يوي روښانه ستراتيژي لپاره غږونه وار په وار پورته کيږي. په بريتانيا کي ډيري پوښتنه کوي: آيا دا «دومره قرباني» د دي ارزښت لري؟ د مړو او وژلو د لړۍ پاي لا تراوسه نه ښکاري.

د نيوکو سره سره د بريتانيا حکومت د عملياتو پر دوام تينګار لري. صدراعظم براون دا عمليات د« وطن پالني مکلفيت» ګڼي. پرته له دې« ترهګري د بريتانيا سړکونو ته بيرته ستنيږي.»

«که چيري مونږ اجازه ورکړو چي طالبان په افغانستان کي بيرته قدرت ته ورسيږي او القاعده بيرته د تګ او راتګ هسي آزادي ولري لکه چي يي د ۲۰۰۱ کال څخه مخکي يي درلوده، نو مونږ به په خپل هيواد کي ډير امن ونه لرو. ترهګري يو لړۍ ده چي سړی کولای شي هغه ته د ځنځير نوم ورکړي، هغه يو ځنځير چي په افغانستان او پاکستان کي پيښي د بريتانيا پر سړکونو کي له پيښو سره تړي.»

د برتانوي عسکرو جنازې
د برتانوي عسکرو جنازېانځور: AP

خو د دا ډول ويناوو سره سره د بريتانيا عامه ذهنيت کي د افغانستان عمليات چي د عراق په پرتله يي زيات پلويان درلودل، ملاتړ وار په وار کمزوري کيږي. په دي برخه کي د جمهور رييس اوباما يادونو، چي د براون ترڅنګ ودريد هم ډيره زياته ګټه ونه کړه. د دوشنبې د ورځي لپاره د جګړې مخالفينو په لندن کي د يو ستر لاريون بلنه ورکړې ده. هغوی دافغانستان جګړه د خپلي وينا له مخه د «بريتاني لپاره يوه خپسکه» بولې او د خپلو سرتيرو د بيرته رايستلو غوښتنه کوي.

د ليبرال ديموکراتانو پخواني مشر،Menzies Campbell»، د خبرداري په توګه وايي:« دا حقيقت چي اوس د وژل شوو سرتيرو شمير له عراق څخه واوښت، ښايي په عامه ‌ذهينت کي يو پريکړن بدلون رامنځ ته کړی.» هغه يادونه کوي:« په همدې وجه سرتيري بايد پوه شي چي هغوي له بشپړ ملاتړ څخه برخه من دي.هغوي همدا راز د اړيتا وړ تجهيزاتو ته اړتيا لري. ټیک دا هغه څه دي چي کمبود په کي ليدل کيږي. له دغه کمبود څخه له اوږدي مودي را په دي خوا د پوځ قوماندانان او خپله سرتيری هم شکايت کوي.

د هلمند په ولايت کي چيرته چي ورستی بريتانوي مرګ ژوبلی پيښی شوی، د بريتانيا د وسلوالو ځواکونو مطبوعاتي وياند، Nick Richardson د شنبي په ورځ بي بي سي ته وويل:

« د مرګ ژوبلو او ناخوالو سره سرتيري سخت اغيزمن شوي دي، خو هغوي پوهيږي چي اوس هغه وخت نه دي چي سړي د غم او استغاثي غږ پورته شي. هغوي پوهيږي چي يو ماموريت يي په غاړه دي چي بايد سرته يي ورسوي. همدا دي چي هغوي پام ورته اړولي.»

د بريتانيا مطبوعاتو د اوني په پيل کي حکومت په يوه غږ سره تر بريدونو لاندي ونيو و وويل: « حکومت د وطن په نامي پرانيستلی جبهي کي جنګ بايلوده.» هغه ونه توانيد چي خلکو ته د دغه مأموريت واقعيت روښانه کړي او پوځ ته هغه لازمي مالي مرستي برابري کړي چي په رښتيني توګه ورته اړتيا لري.

DPA/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل