1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان بهرني ترهګر ګواښوي»

مسعود جهش (PTI)۱۳۹۲ اردیبهشت ۶, جمعه

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر د «اسیا د زړه» ډلې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ویلي دي چې افغانستان د هغو ترهګرو له ګواښ سره مخامخ دی چې د دې هیواد د پولو له بلې غاړې څخه افغانستان ته راځي.

https://p.dw.com/p/18NmS
+++ Achtung: Wegen der schlechten Qualität nicht als Artikelbild oder im Karussell verwenden! +++ Indian Foreign Minister Salman Khurshid speaking at India’ Repuplic Day Reception in Indian Embassy Berlin. Foto: DW/Mahesh Jha, 26.01.2013
Empfang in der indischen Botschaft in Berlin zum Tag der Republikانځور: DW/M. Jha

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید، د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اپریل د میاشتې ۲۶مه) وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د بهرنیو ترهګرو له ګواښ سره مخامخ دي. دغه هندي چارواکي د سیمې له هیوادونو څخه وغوښتل چې دغه ګواښونه په ګوته کړي او پر وړاندی یې په لازمو اقداماتو لاس پورې کړي.

ښاغلي خورشید په قزاقستان کې د «اسیا د زړه» ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل چې هیواد یې افغانستان ته د سیاسي رقابت د یوه ډګر په سترګه نه ګوري، بلکې د هغه په خبره هندوستان غواړي چې افغانستان د سیمې د هیوادونو تر منځ د همکارۍ په یوه مرکز باندې واوړي.

خورشید ټینګار وکړ چې افغانستان یوازې په هغه صورت کې اوږد مهالې سولې ته رسیدای شي چې په دې هیواد کې د نورو هیوادونو له خوا سیاسي او ستراتیژیک رقابتونه پای ته ورسیږي او پر ځای یې د همکارۍ او پانګونې فضا رامنځ ته شي.

سلمان خورشید وویل: «په داسې حال کې چې موږ غواړو دغه نظر عملي شي، موږ داسې غلط تصور هم نه لرو چې په افغانستان کې امنیتي او سیاستي ستونزې نه شته. موږ په دې کې هیڅ شک نه لرو چې د افغانستان تر ټولو لویه ستونزه ترهګري ده چې د دې هیواد د سرحدونو له بلې غاړې افغانستان ته راځي.»

دا د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د «اسیا د زړه» ډلې دریمه غونډه ده چې په کې ۱۴ سیمه ییزو او ۱۶ نورو هیوادونو ګډون کړی وو.

خورشید وویل چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه هم د ترهګري له دې ګواښه په امان کې نه دي. هغه له ټولو هیوادونو څخه وغوښتل چې د افغانستان د راتلونکي پر وړاندې دغه ستونزه له منځه یوسي.

سلمان خورشید روښانه کړه چې هندوستان په دې اند دی چې د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه شي حل کیدای او په دې برخه کې باید دموکراتیکې سیاسي هلې ځلې هم وشي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب