1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د بیارغونې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی

۱۳۹۰ آذر ۱۰, پنجشنبه

د بن د راروان کنفرانس څخه مخکې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بیا رغونې له کارونو څخه خپل رضایت څرګند کړ. د دغه وزارت ویاند وویل چې پاکستان تر اوسه په رسمي توګه د بن په کنفرانس کې د نه ګډون اعلان نه دی کړی

https://p.dw.com/p/13KN1
د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند
د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندانځور: DW

د نوموړي وزارت ویاند، اندریاز پیشکه، په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې شوي پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل خو په عین وخت کې هغه اعتراف وکړ چې په دې لاره کې لا تر اوسه سختی ستونزی په مخکی پرتې دي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې په افغانستان کې ناخوال امنیتی وضعیت د بیا رغونې د کارونو د پرمختګ مخه نیولې. هغه زیاته کړه چې د امنیتي خنډونو سره سره د افغانستان د اقتصادې او دغه راز د مدني ټولنې په ساحو کې پرمختګونه د پام وړ دي.

پیشکه وویل چې د دغو پرمختګونو ښه بیلګه د ښوونې او روزنې په برخو کې لیدل کیدای شي:

«هیڅکله په افغانستان کې دومره زیات شمیر ماشومان ښونځیو ته نه دي تللې. اوس تر بل هر وخت څخه په افغانستان کې د ښوونې او روزنې لپاره لاره اوره شوې ده.»



د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دغه خبرې د پنج شنبې په ورځ په برلین کې کړي دي. د افغانستان په هکله د بن په نړیوال کنفرانس کې چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ دایریږی د امنیت د انتقال بهیر، ملي پخلاینه او تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ژمنې تر بحث لاندې نیول کیږي. د پلان له مخې به په ۲۰۱۴ کال کې ټول بهرني جنګي ځواکونه افغانستان څخه خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

د بن په کنفرانس کې د نړۍ د څه د پاسه ۱۰۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو پلاوي ګډون کوي.

د افغانستان د ګاوندي هیواد پاکستان له خوا د دې اعلان په اړه چې نه غواړي د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند خپله خواشیني څرګنده کړه. هغه وویل چې د پاکستان لخوا لا تر اوسه پورې د بن په کنفرانس کې نه ګډون په رسمي ټوګه نه دی اعلان شوی. د هغه په وینا په دې اړه په دیپلوماتې کچه خبرې روانې دي. د آلمان د بهرنیو چارو د وزرات ویاند زیاته کړه چې د بن د کنفرانس بریالیتوب د پاکستان په شمول د ټولې سیمی په ګټه دی.

آژانسونه: عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش

آلمان په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان په بیاروغونې کې ډیرې مرستې کړي دي
آلمان په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان په بیاروغونې کې ډیرې مرستې کړي ديانځور: DW/Sharif