1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د توغندیو د بریدونو له کبله پاکستان ته گواښ وکړ

۱۳۹۱ شهریور ۳۱, جمعه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل چې د پاکستان له خاورې څخه پر افغانستان باندې بریدونه «د ژورې اندیښنې وړ موضوع» ده.

https://p.dw.com/p/16CBA
انځور: picture-alliance/dpa

افغانستان ادعا کوي چې پر کونړ ولایت باندې د پاکستان له خاورې څخه د توغندیو بریدونه کیږي. رسول وویل: «موږ یو ځل بیا غوښتنه کوو چې دغه بریدونه باید په عاجل ډول ودرول شي. دغو بریدونو د ډیر شمیر افغانانو ژوند اخیستی دﺉ.» د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې هیواد ئې له پاکستان څخه غوښتې دي چې په عاجل ډول د دغو بریدونو مخه ونیسي.

زلمي رسول ټینگار وکړ چې افغانستان غواړي له پاکستان سره نزدې او ریښتنې اړیکې ولري. افغان چارواکي ډیر وخت پر پاکستان باندې تور لگوي چې طالبانو ته پټنځایونه برابروي او د هغوي ملاتړ کوي، خو پاکستان تل دغه ډول ادعا گانې ردوي او وایي چې پخپله د ترهگرې او تاوتریخوالي قرباني دئ.

پاکستان همداراز پر افغانستان باندې تور لگوي چې پاکستاني طالبانو ته ئې ځای ورکړی دئ او دغه ډله په افغانستان کې د بریدونو تر پلانولو وروسته په پاکستان کې بریدونه تر سره کوي او بیرته افغانستان ته وراوړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازې جان کوبي، د امنیت شورا ته وویل چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د طالبانو پر وړاندې وسلوال مخالفتونه مخ په ډیریدو دي چې د هغه په اند ژورې څیړنې ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: «امنیت ته د ولسي خلکو لیوالتیا، هغوی دې ته وهڅول چې چارې په خپل لاس کې واخلي. خو د امنیتي وضعې د لا خرابیدو امکانات شته. دغه سیمه ییز پاڅونونه ښايي د طالبانو پر ضد وي، خو دا په دې معنی نه ده چې ټول پاڅون کوونکي د یوه پیاوړي مرکزي حکومت غوښتونکي دي.»

د ملگرو ملتونو د استازي په خبره په ډیرو سیمو کې ولسي خلک د طالبانو د ځینو سیاستونو پر وړاندې پاڅون کوي. هغه په دې برخه کې په ځانگړي توگه د طالبانو له خوا د ښوونځیو تړلو ته اشاره وکړه. کوبز وویل چې دا د ولسي خلکو له خوا دولت ته بلنه ده چې د هغوی له پاره رغوونکي کارونه وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض