1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د تي اند تي د سیالیو اتل شو

۱۳۹۱ شهریور ۱۹, یکشنبه

د افغانستان د کرکیت ملي لوبډلې په امريکايي هیواد ويست ایندیز کې د څلور اړخیزه تورنمنټ د اتلولۍ ترڅنګ د پنځوس زره امریکایي ډالرو انعام هم وگاټه.

https://p.dw.com/p/165bA
انځور: DW

دغه شل اووريزې سيالۍ درې ورځې مخکې د ويست انديز په تريندا ټاپو کې د کوربه ټاپو تريندا، بنګله دېش، افغانستان او د باربدوس ايالتونو د لوبډلو په ګډون پيل شوې. دا سيالۍ د اسیا او کربین وچو د آزادۍ د پنځوسمې کليزې د جشن د لمانځلو په ویاړ ترسره شوې چې افغانستان تیره شپه خپله وروستۍ سيالۍ له برباډوس سره ترسره کړه او د لوبې گټونکې شوه.

د تورنمنت په پای کې افغانستان، بنګله دیش او کوربه ترینیدا او توبیګو درې واړو لوبډلو دوه دوه بریاوې او یوه یوه ماتې لرلې.

افغانستان که څه تیره شپه بنګله دیش ته لوبه وبایلله خو د یکشنبې په ورځ ئې بیا د بربادوس پر وړاندې لوبه پیل کړه او دا لوبه ئې وگټله.

د لوبې پچه افغانستان وګټله خو خپلې سیالې لوبډلې باربوداس ته ئې د منډو جوړولو (بیتینګ) کولو بلنه ورکړه ، د بربادوس لوبډلې په ٢٠ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره ١١٩ مندې جوړې کړې او افغانستان ته ئې د ١٢٠ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري محمد نبي عيسى خیل او عزت الله دولتزي، د خپلې سیالې لوبډلې درې درې لوبغاړي، ګلبدين نايب دوه او شاه پور ځدران يو لوبغاړى وسوځاوه.

افغانستان توپ وهنه پیل کړه او په ډیرې اسانۍ سره ئې وکولای شو چې په اوولسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره د باربوداس له لورې ټاکل شوی هدف پره کړي.

د افغانستان او بربودوس په لوبه کې بیا هم افغان تگړه لوبغاړي محمد نبی عیسی خیل په زړه پورې لوی شاټونه ووهل او په لوبغالي کې ئې د ناستو نندارچیانو پام ځانته راوړوه.

د افغانستان له لوري محمد نبي عيسى خیل ٤٠، اصغر ستانکزي ٣٤، او نوروز منګل ٢٠، منډې جوړې کړې. محمد نبي عیسی خیل د ۴۰ منډو په جوړولو او د خپلو دریو سیالیو په سوځولو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. دا په روان تورنمنټ کې دویم ځل دئ چې هغه د لوبې غوره لوبغاړی اعلانیږي.

د همدغو سیالیو په لړ کې د ترينداد لوبډلې د بنګله دیش لوبډلې ته ماتې ورکړه. له دې بريا سره ترينداد، بنګله دیش او افغانستان د دوو، دوو لوبو په ګټلو سره شپږ شپږ مساوي نمرې واخيستې. خو د نومرو په اوسط کې افغانستان تر نورو وړاندې وو، ځکه د دې سياليو اتلولي ورکړل شوه. د يادو سياليو په پاى کې د افغانستان لوبډلې ته د اتلولۍ جام او ٥٠ زره امريکايي ډالرو انعام ورکړل شو.

د افغانستان د کرکیټ بورډ اجرائيوي رئيس ډاکټر حامد شينواري، د دې بريا او اتلولي له کبله ټولو افغانانو ته مبارکي ووایله. هغه همداراز په دې لوبو کې د افغان لوبغاړو لوبه وستایله.

په ویسد ایندیز کې د شل اوریزو سیالیو تر اتلولۍ وروسته د کرکیت د مشهور ستوري برین لارا، له لوري د افغان لوبغاړو لوبه وستایل شوه او د افغانستان کرکیت ملي لوبډله ئې خپل کور ته د میلمستیا له پاره وروغوښتنه.

د افغانستان د کرکیت ملي لوبډله به د سپتمبر په میاشت کې، د ۲۰۱۲ کال د نړیوالو شل اوریزو سیالیو په جام کې د ګډون په موخه سریلانکا ته ورسیږي.

تر نړیوال جام وړاندې به د افغانستان کرکیت ملي لوبډله د سپتمبر میاشتې په څوارلسمه نیټه، د سریلانکا له الف لوبډلې او په شپاړسمه نیټه د ویست ایندیز له لوبډلې سره دوه شل اوریزه دوستانه لوبې وکړي.

د افغانستان د کرکیت ملي لوبډله به د ۲۰۱۲ کال د نړیوالو شل اوریزه جام سیالیو په لومړنۍ ورځ (د سپتمبر میاشتې په اتلسمه نیټه) د هندوستان له ملي لوبډلې سره ولوبیږي.

نصرت الله وفا/ کابل
کتونکی: مسعود جهش