1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د خپلو ګاونډیو د سیالیو په منځ کې

۱۳۹۱ خرداد ۱۴, یکشنبه

له افغانستان څخه د لویدیځو ځواکونو له وتلو سره پیکېنګ غواړي چې په خپل دغه ګاوندي هیواد کې د اقتصادي همکاریو سر بیره پراخ نقش ولري. د شانګهای د کنفرانس په څنډه کې د دواړو هیوادونو مشران سره ګوري.

https://p.dw.com/p/157E9


په تیره لسیزه کې چې نړۍ په افغانستان کې د ثبات له پاره هلې ځلې درلودې او د خپل پوځي حضور سره ئې سخت مالي او ځاني تاوانوانه وزغمل، چین په خپل دغه ګاوندي هیواد کې د یو مهم سیاسي نقش له لوبلو څخه مخ واړوه او یوازې خپله اقتصادي اجندا ئې تعقیب کړه. چین پر دې وتوانید چې د مسو د استخراج په شمول د ځینو نورو سترو پروژو تړونونه راخپل کړي.

خو اوس چی د امریکا متحده ایالاتو په مشرې د نړیوالی ټولنې پوځي حضور ټغر په ټولیدو دئ او امنیتي مسئولیت ورو ورو افغان ځواکونو ته سپارل کیږي، پیکېنګ او د سیمي نور قدرتونه په سیاسي صحنه کې د پراخ نقش لوبولو په لټه کي دي.

د همدې اونۍ په پای کې په پیکنگ کې د شانګهای د سازمان سرمشریزه دایریږي او ویل شوي دي چې افغانستان ته د یوه میلمه په توګه بلنه ورکړل شوې ده. د کنفرانس په څنډه کې د چین له ولسمشر، هو جینتاو، سره د هغه د افغان سیال حامد کرزي په یوې لیدني کتني کې د همکاریو د لمن د پراخیدو خبري اتري په پام کی دي چې د هغو په جمله کې امنیتي برخه هم شامله ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، جانان موسی زي د رویټرز خبري آژانس ته وویل: « افغان ولسمشر به د چین له ولسمشر سره په پیکېنګ کې وګوري او له دی سره به زموږ او د چین اوسنۍ اړیکي یوې بلی سطحې ته لوړې شي، یوې ستراتیژیکي سطحې ته.»

افغانستان په تیرو څو میاشتو کې د نړۍ له یو شمیر هیوادونو، لکه د امریکا متحده ایالات، آلمان، بریتانیا او هند سره هم ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړل، هغه څه چې یو افغان چارواکي د ۲۰۱۴م کال وروسته دغو تړونونو باندی د افغانستان د « محافظت د بیمې» نوم ایښودی دئ.

موسی زي زیاته کړه. «په یقین سره چې دا همکاري به یوه پراخه ساحه ولري، لمن به ئی د اقتصادي او فرهنګي ساحو څخه امنیتي برخې ته هم اوږده شي.»

خو موسی زي له دې څخه ډه ډه وکړه چې ووایی چین به له افغانستان سره د امنیت په کومو برخو کې همکاري وکړي.

«اروپایي مارشل فند» نومې مؤسسی کې د چین د چارو کار پوه، اندریو سمال وویل چې چین هم « ښایي د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې» په برخه کې ونډه واخلي. نوموړي مؤسسه له جنوبی آسیا سره د اروپا د اړیکو څارنه کوي.

د سمال په وینا چین دا سې کومه نښانه له ځانه څخه نه ده ښوولی چې هغه به افغانستان سره د ۴،۱ ملیارد ډالرو بسپنو کې چې د ۲۰۱۴م کال وروسته د خپلو امنیتي ځواکونو د تمویل له پاره ورته اړتیا لري، ونډه واخلي:

«هغوی یعنی چینایان اندیښنه لري چې د نړیوالو ځواکونو له وتلوسره په افغانستان کې ښایي امنیتی تشه رامنځ ته شي.»

په اوسني وخت کې چین یوازې د افغانستان د قانون د پلي کولو د هغو قوتونو له پاره یو کوچنی پروګرام لري چې د نشه یې توکو پر ضد مبارزې ته ځیری دئ. چین اندیښنه لري چې ښایي د هغه لویدیځ ولایت، شینجیانګ ته چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د اسلام پالو د بغاوت او د نشه یې توکو د قاچاق لمن پراخه شي.

د سیچوان په پوهنتون کې د جنوبي آسیا د مطالعاتو په څانګه کې، پروفیسور ژانګ لي، چې د چین او افغانستان د اړیکو راتلونکې تر څیړنې لاندې لري دا خبره مني چې چین په افغانستان کې د « فعال نقش» په لټه کې دئ، خو په امنیتي ساحو کې د خپلو نورو ګاونډیو حساسیتونو ته هم متوجه ده:

«زه فکر نه کوم چې د متحده ایالاتو وتل د چین د وتلو معنی هم ولري، خو په امنیتي ساحه کې ښایي چین وروسته له دې هم د خپلې همکارې کچه ټيټه وساتي او له احتیاط څخه کار واخلي.»

هغه زیاته کړه چې چین غواړي خپل نقش پراخ کړي، خو هر «ګام چې اخلي هغه به په پوره ځیرتیا سره تر ارزونې لاندې ونیسي.»

د افغانستان د دوو نورو پوله په پوله ګاونډویو ایران او پاکستان سربیره، روسیه او هند هم په افغانستان کې د نفوذ د موندلو له پاره تیاری نیسي او ډیری کارپوهان په دې آند دي چې ښایي د هغوی سیالي وروسته له ۲۰۱۴م کال څخه تنده شي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض