1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د نړیوال جام له دوهم پړاوه یوه لوبه واټن لري

سید ریاض۱۳۹۴ اسفند ۲۰, پنجشنبه

د کریکټ د شل اووریز نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې افغانستان په خپله دوهمه لوبه کې هانگ ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه. اوس نو افغانستان باید د شنبې په ورځ زیمبابوي ته هم ماتې ورکړي ترڅو د جام دویم پړاو ته لار وموندي.

https://p.dw.com/p/1IBJg
Cricket World T20 Afghanistan - Hong Kong
انځور: Getty Images/AFP/P. Bhoot

افغانستان خپله دوهمه لوبه له هانگ کانگ څخه په ډیرې آسانۍ وگټله. په ‌B گروپ کې زمبابوې او افغانستان تر اوسه خپلې دواړې لوبي گټلي دي او هر یو څلور پواینټه لري. سکاټلنډ او هانگ کانگ بیا خپلې دواړې لوبي بایللي دي.

هانگ کانگ تر ټاس گټلو وروسته په خپله د بېټنگ یا توپ وهنې پریکړه وکړه. که څه هم د لومړنیو اوپنرانو، اټکنسن او کمپبل، ملگرتیا ښه وه او مجموعي منډې یې ۴۰ ته ورسولې خو تر هغې وروسته د انوشمن رات، پرته کوم بل لوبغاړي ډیرې منډې و نه کړې. کمپبل ۲۷ او انوشمن رات بیا ۲۸ منډې جوړې کړې. هانگ کانگ د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره افغان لوبډلې ته د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه.

د پنجشنبې ورخې په لوبه کې د افغانستان بالران یا توپ اچونکي ډیر ښه وځلیدل. تر ټولو ښه توپ اچونه د محمد نبي وه چې د مخالفې لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول. په دې ترتیب په شل اووریزو لوبو کې د هغه د ویکټو شمیر هم تر سلو واوښت. راشد خان او گلبدین نایب هم یوه، یوه ویکټه واخیسته.

د خورا آسان هدف د تعقیبولو له پاره افغان لوبډلې په کراره لوبه پېل کړه او اوپنرانو محمد شهزاد او نور علي ځدراڼ ډیر په زړه پورې لوبه وکړه او دواړو د ۷۰ منډو شراکت وکړ. شهزاد د ۴۱ په مجموعي منډو وسوځید. نور علي ځدراڼ هم ۳۵ منډې وکړې. افغانستان په سړه سینه خپلې لوبې ته ادامه ورکړه او په ۱۸ اوورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ټاکلی هدف پوره کړ.

په پام کې ده چې افغان لوبډله د شل اوریز جام په لومړي پړاو کې خپله وروستۍ او دریمه لوبه له زمبابوې سره د شنبې په ورځ وکړي. هره لوبډله چې دغه لوبه وگټي نو بلې مرحلې یا «سوپر ۱۰» ته به لار ومومي.