1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د طالبانودګوزارونو په هکله خبرونه محدود کړل

۱۳۸۸ اسفند ۱۱, سه‌شنبه

په راتلونکي کي خبريالان يوازي ددې اجازه لري چي وروسته بيا ددغو بريدونوپه هکله خبرورکړي. اودهغه لپاره بايده دي دافغانستان داستخباراتواجازه ترلاسه کړي

https://p.dw.com/p/MHRo
انځور: AP

داخبره دچارواکو يوو وياند ددوشنبې په ورځ ديوو مطبوعاتي کنفرانس په ترځ کي په کابل کي کړيده . چارواکو پدې ډول دکابل دجمعې دورځي دکوزار په هکله درپوټ دورکولو په وړاندي غبرګون ښکاره کړيدی .پدې پيښه کي 16 کسه ووژل شول چي 8 کسه يې بهرنيان وو. چارواکي وايي چي دتلويزيون له لاري په ژوندۍ توګه درپوټ د رکولوپه ترڅ کي طالبانوته دامنيتي ځواکونودمقابل کوذار په هکله مهم معلومات ورکړل شويدي . دا دليل دافغانستان داستخباراتو وياند سيد انصاري ددوشنبې په ورځ ويلی دی .

داسو شيتد پرس خبري آژانس ددې اقدام له کيدوڅخه شکايت کړيدي .او ويلي يې دي چي په رپوټ ورکولوباندي داسي پراخ بنديز لګول له ديموکراسۍ سره سمون نلري . داخبره دنوموړي آژانس مشر جان دانيس څيوسکي په نيويارک کي کړيده . ده زياته کړيده چي تجربې ښودلې دي چي حتمي نده چي ژوندي رپوټونه دپوليسو اودنورو امنيتي ځواکونوپه کارباندي کومه بده اغيزه ولري. او ويلي يې دي چي دا ممانعت دياغيانوپر ګوذارونوباندي دعامو خلکو خبرول سختوي. هغوخبريالانوته چي پر منع کيدوسربيره دطالبانودګوزارونو په هکله ژوندي رپوټونه ورکوي، سزا ورکول کيږي . خبريالانو او دبشري حقونو ټولنو پدې پريکړي باندي سختي نيوکي کړيدي.

دنوموړي وياند دوينا له مخي د طالبانو دګوذارونوپه هکله د رپوټ ورکولو محدوديت دتلويزيونونو لپاره هم دي . او زياته کړې يې ده چي په ژوندۍ توګه درپوټ ورکول حکومت ته په ښه نه ورځي .بلکه دا دافغانستان ددښمنو په ګته ده . اوپدې ډول يې دې اقدام ته دليل راووړ . هغه خبر يالان چي پرته له اجازې څخه دګوذارونو فلم اخلي،هغو ته دتوقيفيدو اودهغو دفلم اخيستو دوسايلو دظبتيدو ګواښ شته دی .

دافغانستان د ملي رسنيو دټولني مشر عبدالحميد مبارز پردې پريکړي باندي نيوکه کړي، او ويلي يې دي چي داپريکړه ددي مخنيوي کوي چي عام خلک دافغانستان دامنيتي وضعي په هکله معلومات ترلاسه کړي .

Afghanistan Explosion Anschlag in Kandahar 25.08.2009
انځور: AP

دافغانستان د«حقونودکتني دټولني» مشري ليلي نوري ويلي دي چي . حکومت بايده دي په خپلي بي کفايتي باندي لدې لاري چي رسنيو ته د خبردورکولو اجارزه نه ورکوي، پرده ونغوړوي .ځکه چي خلک غواړي چي هرچيرته چي ګوذارونه کيږي له همغه ځايه معلومات ترلاسه کړي.

په کندهارکي چي دطالبانومرکزدی ددوشنبې په ورځ دوه ګوذارونه شوي اودهغوپه ترڅ کي 6کسه وژل شويدي . يوو ځانمرګي ګوذار کونکي خپل موټرهغه وخت په هوا والوزاووچي دناتو دموټرو يو کتار يي له مخي تيرشو . يوو ډاکتر ويلي دي چي دهغه له امله 4کسه ملکي وګړي وژل شوي، او ناتو ديوو کس عسکر له وژل کيدو څخه خبرورکړيدي .

Afghanistan Anschlag
انځور: AP

پداسي حال کي چي طالبانود11بهرنيو عسکرو دوژل کيدو ادعاکړيده . يو څو ګړۍ وروسته له هغه دښار دپوليسو دستيشن په مخکي يو دويم موټربم وچاوده چي دکندهار دامنيي دقوماندانۍ دمرستيال دوينا له مخي دهغه له امله يو پوليس وژل شوی، او16 کسه نور ټپيان شويدي . دافغانستان په جنوب کي له څو اونيو راهيسي يو ستر بريد روان دي، هلته افغاني اوبهرني عسکر دطالبانوپه ضد جګړه کوي .

رويټر/ رحيله اميري

کتونکي : محمد قاسم نوري