1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د لويو وچو د کرکټ د نړيوالو سياليو اتل سو

۱۳۸۹ آذر ۱۳, شنبه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره دغه نړۍ وال جام گټي

https://p.dw.com/p/QPiV
انځور: AP

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د آی سي سي د لويو وچو د نړۍ والو سياليو اتله سوه. افغانستان چي د پنځو ورځو لوبه يې په درې ورځو کي پوره کړه، سکاټلېنډ هيواد ته يې د 7 لوبغاړو په لرلو سره ماته ورکړه.

که دغه لوبه مساوي سوې هم وای نو به افغانستان د آی سي سي د نړۍ وال جام گټونکی وای خو افغان لوبغاړو بيا هم ډېره ښه لوبه وکړه او ټوله سکاټلېنډي لوبغاړي يې په دويم ځل په صرف 82 منډو وسوځول.

افغان لوبغاړو د 144 منډو هدف په آسانی تر سره کړی او پدې توگه يې دغه لوبه وگټله او نړۍ وال جام يې خپل کړی.

احمدولي اڅکزی