1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د مخدره موادو کروندې پر پراخېدو دي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ تیر ۵, چهارشنبه

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت شمېرې ښيي چي په دغه هیواد کي اوس هم پر ۱۵۴زره هکټاره مځکه باندي کوکنار کرل کیږي. د وزارت په خبره د کرل سوي مځکي حاصلات تر ۶۰۰۰ ټنه اوړي.

https://p.dw.com/p/18wtc
Dorgenanbau afghanische Bauern Rechte: Die Bilder hat uns unser Korrespondent Rohullah Elham am 24.01.2012 aus Helmand, Afghanistan geschickt. Alle Rechte gehören der DW. Zuliferer: Waslat Hasrat-Nazimi
Drogenanbau in Helmand Afghanistanانځور: DW

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت معین محمد ابراهیم اظهر له مخدره موادو سره د مبارزې د نړيوالي ورځي په وياړ (۲۰۱۳ کال د جون ۲۶) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې اوس هم د دغه هيواد په ۱۷ ولايتونو کي کوکنار کرل کيږي.

نوموړی وایي د دوی او ملګرو ملتونو ارزونو ښوولې ده چې وسله والي ډلي په خاصه توګه طالبان هر کال په سوو ميلیونه امریکايي ډالر د دغه کاروبار له لاري ترلاسه کوي:

«ترڅو چې دلته جګړه روانه وي او مافیا او جګړه مار د کروندګرو د کوکنارو د کروندو ساتنه کوي دا به ګرانه وي چې ووایو کوکنار له مینځه وړای شو. زموږ او د ملګرو ملتونو سروې ښيي چې طالبان هر کال۱۵۵ميلیونه ډالر ترلاسه کوي.»

ویل کيږي چې د کوکنارو د حاصلاتو د را ټولولو پرمهال د يو کيلو ترياکو بیه ۱۶۳ امریکايي ډالرو ته رسیږي او په منځنۍ توگه د کوکنارو د کرل شوو مځکو له هر هکټار ځمکي څخه۴۶۰۰ امریکايي ډالره حاصل ترلاسه کیږي.

د افغانستان له مخدره توکو سره د مبارزې وزارت اندیښنه ښيي چې تر ۲۰۱۴کال وروسته به په دې هېواد کې د مخدره موادو کښت او قاچاق نور هم ډېرشي.

د دغه وزارت مرستيال اظهر وایي چي د دوی د مبارزې د پڅېدو یو بل لوی عامل دا دی چې د کوکنارو لوی قاچاق کوونکي له عدلي تعقیب څخه آزاد ګرزي او دوی نه شي کولای کروندګر زندانونو ته واچوي.

هغه له مخدره موادو سره د مبارزې د پولیسو ظرفیت کم بولي او وايي چې په ټول هیواد کې د مخدره موادو د مبارزه قوي ځواک ته اړتیا لیدله کیږي:

«کومه ستونزه چې موږ یي لرو دا ده چې اوس لوی قاچاقبران يعنی اساسي قاچاقبران نه نیول کیږي او هغه کسان نیول کیږي چې په یوه يا لسو کيلو باندي کاروبار کوي، لیکن هغه چې په ټن ټن د مخدره موادو سوداګري کوي هغه نه نیول کیږي.»

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي چي که چیري نړیوال دوستان ورسره د کوکنارو په له منځه وړلو کې مرسته ونه کړي تولید هم نه راکمیږي او دا به د دې عامل شي چې د قاچاق کچه هم په هیواد کې لوړه شي.

دولتي شمېرې ښيي چې کابو ۹۵ سلنه کوکنار يوازې د افغانستان په نهو ناکراره ولايتونو کې کرل کېږي چې د حکومت په وينا قانون پکښې سم نه دی پلی شوی.